1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: افغانستان کي د داعش مشر وژل سوی دی

آژانسونه / ا.۱۳۹۵ مرداد ۲۳, شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت وايي چي حافظ سعيد خان وژل سوی دی. زياته سوې چي په افغانستان کي د داعشيانو دغه مشر د بېپلوټه الوتکي په بريد کي له منځه تللی دی.

https://p.dw.com/p/1Jhaf
Pakistan Islamischer Staat Führer Hafiz Saeed
انځور: picture-alliance/dpa/TTP

پنټاګون وايي چي په افغانستان او پاکستان کي د داعشيانو مشر حافظ سعيد خان د امريکايي بې پلوټه الوتکي په بريد کي وژل سوی دی. پنټاګون د حافظ سعيد خان (په انځور کي د توري پګړۍ سره) وژنه په افغانستان کي د داعش له پاره يو لوی ګوذار ارزولې ده.

د امريکا متحده ايالاتو ويلي چي ياد داعشی د جولای په ۲۶مه نېټه د افغانستان او پاکستان تر منځ په پوله وژل سوی ؤ. د امريکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت له پنټاګون څخه ويلي چي د داعش دغه مهم قومندان د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کي د ننګرهار په ولايت کي په «هوايي بريد» وژل سوی دی.

د پنټاګون په وينا د حافظ سعيد خان وژل کېدل به د داعش هغه پلان ته سخت زيان ورسوي، چي غواړي په سيمه کي خپل فعاليتونه زيات او لا زيات ترهګر جلب کړي.

د داعش له خوا د حافظ سعيد خان د وژل کېدو په تړاو تر اوسه کوم غبرګون نه دی رابرسېره سوی. نوموړی په سیمه کي د ترهګرو ډلو يو مهم قومندان اټکل کيدی. د پاکستان افغانستان سيمي ته داعش د «خراسان ولايت» خطاب کوي.

مخکي هم د مرګ خبرونه خپاره سوي

د دې څخه تر مخه چي حافظ سعيد خان د داعش د مشر البغدادي بيعت وکړي او هغه ته خپله وفاداري اعلان کړي، هغه د پاکستان د تحريک طالبان غړی ؤ. د نوموړي د وژل کېدنې خبرونه څو واري تر مخه هم خپاره سوي ول.

د ۲۰۱۵ کال د جولای په مياشت د افغانستان استخباراتي ادارې ويلي ول چي حافظ سعيد د بې پيلوټه جنګي الوتکي په بريد کي وژل سوی دی. خو هغه وخت داعش په سخته د دغه خبر ترديد کړی ؤ.

د روان مېلادي کال د جنورۍ په مياشت کي بيا د افغانستان تلويزيون «طلوع نيوز» د ننګرهار د يو چارواکي په حواله خبر ورکړی ؤ چي حافظ سعيد خان د افغانستان په ختيځ کي وژل سوی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.11.2015):