1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا، آلمان او بریتانیه خپل یو شمیر سفارتونه تړي

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۱۲, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو له لوري د ترهګرۍ نړیوال خبرداري وروسته بریتانیه او آلمان هم په یمن کې په موقتي توګه خپل سفارتونه تړي. تر دې د مخه متحده ایالاتو په موقتي توګه د یو شمیر سفارتونو د تړلو اعلان کړی وو.

https://p.dw.com/p/19JBc
انځور: picture-alliance/dpa

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزرات ویاند د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست دریمه) رسنیو ته وویل چې د یمن په پلازمینه صنعا، کې د دغه هیواد سفارت به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ «د احتیاطي تدابیرو» په خاطر تړلی وي.

تر دې وروسته د آلمان خبري آژانس DPA، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله خبر ورکړ، چې په یمن کې به د دغه هیواد سفارت هم د یکشنبې او دوشنبې په ورځو تړلی پاتې کیږي، خو په دې اړه یې نور جزییات ور نه کړل.

د بریتانیې او آلمان له لوري په یمن کې په موقتي توګه د خپلو سفارتونو د تړلو اعلان وروسته له هغې کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته بهرنیو هیوادونو ته د سفر کولو پر وخت د خبرداري اعلان وکړ. په دغه اعلان کې ویل شوي دي چې د امریکایي اتباعو پر وړاندې د القاعدې شبکې او یا هم د هغوی د ملاتړ کوونکو له لوري احتمالي بریدونه تر سره شي. د دغه ممکنه بریدونو خطر په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ښوول شوی دی.

په دغه خبرداري کي ویل شوي دي: «اوسني معلومات داسې ښیي چې القاعده او له هغې سره تړاو لرونکي سازمانونه اوس هم په سیمې او د سیمې د باندې د ترهګریزو بریدونو پلانولو ته ادامه ورکړې او کیدای شي هغوی له اوسه د اګست میاشتې تر پایه پورې د خپلو بریدونو د تر سره کولو هڅه وکړي.»

دا د امریکا متحده ایالاتو له لوري د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د میاشتې د یوولسمې نېټې د بریدونو د لسیزي وروسته، لومړی داسې خبرداری دی چې خپلو اتباعو ته ورکول کیږي. دا خبرداری په لیبیا کې د متحده ایالاتو پر سفارت باندې د برید د تر سره کیدو یو کال وروسته ورکړل شو. په دغه برید کې د متحده ایالاتو سفیر او نور درې تنه دیپلوماتان ووژل شول.

د امریکا متحده ایالاتو د پوځونو لوی درستیز جنرال مارتن دیمپسي، د امریکایي تلویزوني شبکې ای بي سي، سره په مرکه کې ویلي دي چې د استخباراتي ادارو له لوري دغه افشا شوی خطر د پخوا په پرتله «ډیر دقیق» دی او د دغه بریدونو ګواښ یوازې د متحده ایالاتو منافعو ته نه بلکې لویدیځو هیوادونو ته متوجه دی. دغه مرکه به د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م د اګست څلورمه) نشر شي.

تر دې دمخه امریکا متحده ایالاتو په ۱۷ هیوادونو کې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست څلورمه) د خپلو ۲۱ دیپلوماتیکي تاسیساتو د تړلو اعلان کړی وو، چې په کې په یمن کې د متحده ایالاتو سفارت هم شامل دی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات د ویاند د وینا له مخې په یو شمیر ځانګړو هیوادونو کې د ديپلوماتیکو تاسیساتو د تړلو موده کیدای شي چی وغځیږي، خو دا کار د وضعې په شرایطو پورې اړه لري.