1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایی ورځپاڼي: اسامه د CIA تر څارنی لاندی ؤ

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۶, جمعه

په پاکستان کي د اسامه بن لادن د هستوګني په هکله نوي بربنډوني وايي چي د CIA غړو د هغه کور ته نژدي يو کور په کراء نيولي ؤ او له مياشتو را په دي خوا د هغه هر حرکت يي تر خپلي څارني لاندي درلود.

https://p.dw.com/p/11AfC
ایبټ آباد کی د اسامه کور
ایبټ آباد کی د اسامه کورانځور: dapd

د اسامه د وژلو عمليات د څومياشتني جاسوسي کار وروسته تر سره شوي چي د پاکستان او امريکا اړيکي خړي کړي. که څه هم امريکايان د اړيکو د ښه کيدو هڅه کوي خو د پاکستان پوځ وايي چي داسي عمليات په د دواړو هيوادونو اړيکي لا خړي کړي

د امريکا د استخباراتي سازمان، CIA يو چارواکي ويلي چي د اسامه پرکور د امريکايي چارواکو پوځي عمليات، د يو لړ شديدو استخباراتي کارونو پايله وه. دغه بربنډونه په نړيوالي ټولني کي د پاکستان لپاره يوه شرمونکي افتضاح وګرځيده.

واشنګتن پست د امريکايي چارواکو په حواله ليکي چي د امريکا د استخباراتي شبکي غړو د اسامه بن لادن کور ته څيرمه يو کور په کرايي نيولي وه او د هماغه ځاي څخه يي د بن لادن کور تر څارني لاندي درلود. واشنګتن پست د امريکايي چارواکو په حواله ليکي چي د بن لادن د کور د څارني کار تير کال د اگست په مياشتي کي وروسته له هغي پيل شو چيCIA اسامه بن لادن پيدا کړ.

دغي امريکايي ورځپاني ته د د دغه هيواد د استخباراتي سازمان غړو وويل چي د اسامه بن لادن د کور د څارني کار ډير ستونزمن وه د همدي لپاره دوي د امريکا د سنا څخه د ميليونونو ډالرو خواست وکړ.

واشنګتن پوست ته د CIA يو غړي ويلي چي د دوي کار د اسامه پيدا کول وه او دوي دغه کار ترسره کړ، تر دي وروسته نو د پوځيانو کار پيل کيده چي د اسامه پر کور پوځي عمليات تر سره کړي.

د امريکا د جاسوسي سازمان غړو د اسامه کور ته نږدي يو کور په کراء نيولي وه له کوم ځاي څخه چي دوي پر اسامه نظر درلود. د نيويارک ټايمز د ورځپاني په حواله امريکايي جاسوسان د پرمختللو وسايلو په مرسته د اسامه د کور عکسونه اخيستل. دغه ورځپانه ليکي چي امريکايي جاسوسان خو د يو سټلايټ په واسطه په دي خبري هم ځان پو کړي وه چي ايا د اسامه د کور څخه کوم تونل هم ويستل شوي او که نه.

امريکايي چارواکو د نيويارک ټايمز ورځپاڼي ته ويلي چي هغه اسناد چي د اسامه د کور څخه تر لاسه شوي ښيي چي دي له ډيرو کلونو را په دي خوا په پاکستان کي ميشت وه او ښايي چي د امريکا د اورګاډي په سکتور يي د يوي نوي حملي تياري نيوه خو بيا يو بل امريکايي چارواکي ويلي، د دي خبري چي گيني اسامه د امريکا پر اورګاډو د ترهگري حملي پلان کړي وي کوم ثبوت نه دي ليدل شوي.

د پنج شنبه په ورځ پاکستاني ځواکونو ګواښ وکړ چي که امريکا په دغه هيواد کي خپلو پوځي عملياتو ته ادامه ورکړي نو پاکستان به د امريکا سره د ترورزم په وړاندي خپلي همکاري ختمي کړي.

د پاکستان د حکومت مخالف سياسي ګوندونو پلويانو د يوسف رضا ګيلاني تر مشر يلاندي حکومت باندي نيوکي کړي چي د دي هيواد د خپلواکمني په دفاع کي پاتي راغلي. د اسلام پال گوند، جماعت اسلامي مشران وايي چي په پاکستان کي د متحده ايالاتو عمليات پرته له دي چي د دغه هيواد چارواکي پري خبر کړي، د پاکستان د حاکميت تر پښو لاندي کول دي.

نن د پاکستان په ځينو ښارونو کي د امريکا پر ضد په مظاهرو لاس پوري شو. د پاکستان اوسني ملکي حکومت د خلکو په منځ کي خپل محبوبيت له لاسه ورکړي دي. د وروستيو پيښو له امله هغه د خپلو خلکو او نړيوالي ټولني تر فشار لاندي راغلي دي.

پر متحده ايالاتو د پاکستان کلکي نيوکي کيداي شي چي د دغو دواړو هيوادونو اړيکي لا خړي کړي. دا په داسي حال کي ده چي متحده ايالاتو ته د پاکستان ملگريتوب په سيمه کي د طالبانو او القاعدي په وړاندي جگړي کي ډير اهميت لري.

د امريکا او پاکستان اړيکي د پاکستان د جاسوسي د سازمان، ISI پر سر خړي شوي دي ځکه چي امريکايان وايي چي دغه سازمان د اسامه بن لادن سره مرسته کوله او دي يي په پاکستان کي ساته خو دغه خبره د پاکستاني چارواکو لخوا رد شوي.

که څه هم اوس امريکايي چارواکي هڅه کوي چي د پاکستان سره خپلي اړيکي د خړ توب له حالت څخه وباسي خو د پاکستان د پوځ لوي درستيز، جنرال اشفق کياني، بيا گواښ کړي چي که امريکا په دغه هيواد کي خپلو هغو عملياتو ته چي د پاکستان پوځ تري نه خبر نه وي ادامه ورکړي دا به د دواړو هيوادونو پر پوځي همکاريو منفي اغيزه پريږدي.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم