1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکایي ځواکونه د ترمپ له نوي ستراتیژۍ خوښ دي

۱۳۹۶ شهریور ۱۶, پنجشنبه

په هلمند کې میشت امریکایي سمندري ځواکونه وایي چې د ترمپ له نوي ستراتیژۍ سره به هغوی له طالبانو څخه د دغه ولایت د بشپړ نیولو له پاره کافي وخت ولري. ترمپ ویلی دي چې ځواکونه یې یوه نامعلومه موده په افغانستان کې پاتيږي.

https://p.dw.com/p/2jW6F
Afghanistan Helmand 2012 - US Marines
انځور: Getty Images/AFP/A. Berry

د هلمند ولایت ښوراو کمپ ته تازه رسیدلي امریکایي ځواکونه خپل افغان متحدین روزي. هغوی ځکه په افغانستان کې لا ډیر وخت ته اړتیا لري چې افغان ځواکونه پخپله مني چې نه شي کولای په یوازي سر او اوسنیو امکاناتو د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر وړاندې جګړه وکړي.

طالبان همدا اوس د هلمند ولایت د ۱۴ ولسوالیو پر ۱۲ يې یا کنترول لري او یا هم پر سر له افغان امنیتي ځواکونو سره په سخته جګړه بوخت دي. په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو سره، افغان امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي چې له طالبانو سره جګړه په سمه توګه پر مخ یوسي او دغه ډله پرې نه ږدي چې نوې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي.

په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو تر پوځي مداخلې ۱۶ کاله وروسته، اوس هم طالبان د افغانستان په ډیرو سیمو کې پراخ حضور لري او په وروستیو کلونو کې د پخوا په پرتله ډیر پیاوړي شوي دي.

اوس چې ولسمشر دونالد ترمپ اعلان کړی دی چې د هیواد ځواکونه به یې تر یوې نامعلومه مودې پوري په افغانستان کې پاته شي، ښايي پر طالبانو باندې فشار یو څه ډیر شي. جورج کالدویل، چې په ښوراو کمپ کې دنده لري، وایي: «موږ ډیر وخت لرو چې خپل ماموریت په سم ډول پای ته ورسوو.»

د روان کال په اپریل میاشت کې نزدي ۳۰۰ امریکایي سمندري ځواکونه هلمند ته ورسیدل. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په اوج کې په دې ولایت کې تر۲۰ زرو ډیر امریکایي ځواکونه میشته ول.

هغه وخت دغو ځواکونو د طالبانو پر ضد مستقیمه جګړه کوله خو اوسني میشت امریکایان بیا د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونه روزي. په دې ترتیب سره نو افغان ځواکونو ته له سیمو څخه د طالبانو پاکولو، د ټپیانو د لیوږدولو او د په لاس جوړو شویو چاودیدونکو موادو د موندلو تمرینات ورکول کیږي.

دا د «عملیاتي چمتوالي دایري» پروګرام برخه چې د امريکا د سمندري ځواکونو له خوا پيل شوی ده، په ترڅ کې یې ۱۲ اونۍ افغان ځواکونه د جګړې له ډګر څخه دغه روزنیز کمپ ته راوستل کیږي.

امریکایي روزونکي وایي چې افغان ځواکونه برياوي لري او په جولای میاشت کې یې د ناوې ولسوالۍ له طالبانو څخه ونیوله. تر هغه مخکې دغه ولسوالي نهه میاشتي د طالبانو په کنترول کې وه. خو یاغیانو هم په هلمند کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او په دې ولایت کې ځانمرګي بریدونه کوي.

په دې ولایت کې هم د افغانستان د نورو برخو په شان د ادارې فساد لوړه کچه، له دندو څخه د امنیتي ځواکونو تیښته او ډیره جګړه د دې لامل شوې چې امنیتي ځواکونه خپل مورال تر یوه حده پورې وبایلې. برید جنرال ولي محمد احمدزی، هم د ترمپ له اعلانه خوښ ښکاري. هغه وایي: «زموږ پوځ تر اوسه پوري دومره پیاوړی نه دی چې په یوازې سر جګړه وکړي.»

د امريکا ولسمشر ترمپ په خپله بیانیه کې و نه ویل چې افغانستان ته په څومره اضافي سرتیري واستوي خو چارواکي د ۴۰۰۰ اضافي کسانو خبره کوي. د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس، ویلي دي چې لا وختي یې افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو فرمان لاسلیک کړی دی.

که څه هم د اضافي سرتیرو د شمیر په اړه جزئیات نه دي روښانه خو په هلمند کې میشت امریکایي ځواکونه وایي چې دغه پریکړه د هغوی له ماموریت سره مرسته کوي.

د هلمند د ماموریت مشر ډګر جنرال راجر تونر، وایي چې اضافي سرتیري به مرسته وکړي چې امریکا په افغانستان کې خپل اهداف ژر ترلاسه کړي.

خو ښايي افغانستان ته د یو څو زره اضافي امریکايي سرتیرو استول دې هیواد ته د بشپړ امنیت راتلو په معنی نه وي، بلکه هیله دا ده چې افغان ځواکونه به وشي کولای چې د امکان تر حده ډیري سیمي په خپل کنترول کي وساتي.

د افغانستان د څیړونکو له مرکز څخه کیت کلارک، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دغه ستراتیژي افغان حکومت ته یوازې د نفس ښکلو فضا برابروي. دا د جګړې د ګټلو او طالبانو د ماتولو ستراتیژي نه ده.»

زموږ له ارشيف څخه: