1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي ځواکونه ترکیې ته ورسیدل

مسعود جهش (AFP, AP)۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبه

آلمان، هالند او امریکا په ترکیه کې «پاتریوت» ډوله توغندي نصبوي چې له سوریې څخه د احتمالي ګواښونو مخه ونیسي. په همدې موخه ترکیې ته یو شمېر امریکايي سرتیري رسیدلي دي. ایران دغه عمل «پارونکی» بللی دی.

https://p.dw.com/p/17EXz
انځور: Peter Mueller/Bundeswehr/Getty Images

یو شمیر امریکايي ځواکونه د جمعې په ورځ ترکیې ته ورسیدل چې په دغه هیواد کې «پاتریوت» ډوله توغندي نصب کړي. ترکیې د دې په خاطر په خپل هیواد کې د دغو توغندیو د نصبولو غوښتنه کړې ده چې غواړي د هغو احتمالي ګواښونو مخه ونیسي چې کیدای شي د سوریې د جګړې له کبله دې هیواد ته متوجه شي. د دغو توغندیو د نصبولو له پاره به په راتلونکو ورځو کې شاوخوا ۴۰۰ تنه فني کسان او تجهیزات ترکیې ته راورسیږي.

آلمان، هالند او متحده ایالات به ترکیه کې دوه «پاتریوت» ډوله «له ځمکې هوا ته» توغندي نصبوي چې له دې سره د ترکیې هوایي دفاعي سیستم پیاوړی کړي او د هغو احتمالي ګواښونو مخه ونیسي چې کیدای شي د سوریې د جګړې له کبله دې هیواد ته متوجه شي.

په اروپا کې د امریکايي ځواکونو قوماندان د جمعې په ورځ وویل: «دغه ځواکونه به د ترکیې د هوایي دفاعي ځواکونو وړتیاوې لوړې کړي او د ترکیې په سرحدي سیمو کې د کړکیچ په کمولو کې به مرسته وکړي.»

له دې سره به نو د آلمان، هالند او متحده ایالاتو شاوخوا ۱۰۰۰ سرتیري په ترکیې کې میشت شي چې له دغو توغندیو څخه ګټه پورته کړي. دا په داسې ده چې ایران دغه اقدام «پارونکی» بللی دی.

د تاوتریخوالي ډېرېدل

امریکايي ځواکونه په داسې حال کې ترکیې ته رسیږي چې تر دې یوه ورځ مخکې د دمشق په شمال کې یوه موټر بم یوولس کسان ووژل. په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې د رژیم ځواکونه اوس په دې هڅه کې دي چې د دمشق شاوخوا سیمې د پاڅون کوونکو له کنتروله راوباسي.

په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د ۹۹ ملکي وګړو په ګډون ۱۹۱ کسان وژل شوي دي. دې ادارې زیاته کړې ده چې د چهارشنبې په ورځ هم د رژیم د پلویانو له خوا د تېلو پر یوه ټانک باندې د هوایي برید په پایله کې په لسهاو کسان ووژل شول.

په وروستیو وختونو کې د سوریې کړکیچ لا پسې خونړی شوی دی. ملګرو ملتونو ویلي دي چې تر اوسه پورې دغه کړکیچ ۶۰۰۰۰ کسان وژلي دي.