1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي پولیس څرنګه د افغان الاصله تورن په نیولو وتوانیدل؟

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

د نیویارک د وروستۍ چاودنو اصلي شکمن ښايي غوښتل چې په دې ښار کې ډیره مرګ ژوبله رامنځ ته کړي، خو هغه د بمونو د ځای پر ځای کولو پر مهال له ځانه ډیرې نښانې پریښې وې. همدو ثبوتونو له پولیسو سره د هغه په نیولو کې مرسته وکړه.

https://p.dw.com/p/1K5EQ
USA Fahndung gegen Ahmad Khan Rahami
انځور: Getty Images/AFP/J. Samad

۵۰ ساعته وروسته تر هغه چې په نیویارک کې چاودنې وشوې امریکایي چارواکي وتوانیدل چې افغاني الاصله امریکایي احمد خان رحمي، د چاودنو د اصلي تورن په توګه ونیسي.

USA Attentäter Ahmad Khan Rahami
افغاني الاصله امریکایي احمد خان رحميانځور: picture-alliance/AP Photo

درو تنو څیړونکو ویلي دي چې احمد د چاودنې په سیمه کې خپل DNA او د ګوتو نښې پریښې وې. پر دې سربیره څارونکو کمرو د هغه د مخ انځور هم اخیستی وو.

دا خبره هم ثابته شوې ده چې احمد هغه موټر چې ده لاس رسی ورته لره د پیښې په ورځ له نیو جرسي څخه منهتن او بیا له منهتن څخه نیو جرسي ته بیولی دی. یوه چارواکي چې له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره یې د نوم د نه بربنډیدو په شرط خبرې کړې دي، دا خبره تائید کړې ده.

تر هغه وروسته چې چارواکي دغه شواهد ولیدل او پر احمد باندې یې شک قوي شو، نو د هغه نوم او انځور یې د دوشنبې په ورځ خپور کړ. امریکایي چارواکو د احمد له انځور سره په خپاره شوي متن کې لیکلي وو چې هغه ۲۸ کلن دی، په افغانستان کې زیږیدلی او د امریکا متحده ایالاتو تبعه دی. زیاته شوې وه چې هغه له خپلې مسلمانې کورنۍ سره په نیو جرسي کې اوسیده.

تر اعلان څو ساعته وروسته پولیسو د نیو جرسي په لیندن سیمه کې، احمد وپیژند. کله چې چارواکو د هغه د نیولو هڅه وکړه نو احمد پر پولیسو ډزې وکړې چې په پایله کې احمد ټپي هم شو.

د نیویارک د پولیسو مشر جیمز او نیل، وویل: «د هغه په نیولو کې ډیره تکنالوژي ښکیله وه، خو د تکنالوژۍ تر څنګ د پولیسو ساده ښه کار هم د هغه په نیولو کې مرسته وکړه.»

دغه امریکایي چارواکي ټینګار کړی دی چې اوس څیړونکي هڅه کوي چې روښانه کړي چې ایا په دې پیښه کې نور کسان هم ښکیل وو او که نه.

د احمد د دغه اقدام وروسته، پر هغه باندې د پولیسو د وژلو د قصد لرلو په ګډون پنځه تورونه لګول شوي دي. څارنوالانو ویلي دي چې د بم ايښودنې پیښې په تړاو د تورونو لګولو په اړه اوس هم څیړنې کوي.

احمد اوس هم روغتون کی دی

چارواکو ویلي دي چې د احمد تر نیولو وروسته، هغوی فکر نه کوي چې کوم بل شکمن کس دې هم موجود وي، خو هغوی ویلي دي چې لا هم څیړنې روانې دي.

لا تر اوسه پورې د احمد کورنۍ د هغه د نیونې په اړه څه نه دي ویلي. دا هم روښانه نه ده چې ایا احمد ته به یې د کورنۍ له خوا وکیل ونیول شي او که نه.

ویل شوي دي چې لا تر اوسه پورې داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې احمد دې له کومې لویې ترهګرې ډلې سره تړلی وي. احمد د امریکا متحده ایالاتو په کوم تور لیست کې هم نه وو، خو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د سفر له کبله ورسره د مهاجرت اداري چارواکو مرکې کړې وي.

احمد او کورنۍ یې په امریکا متحده ایالاتو کې یو رستورانت لره.

د احمد د کوچني والي یوه ملګري فلي جونز، ویلي دي چې کله احمد افغانستان ته له خپل سفر څخه راستون شو، نو تر پخوا ډیر مذهبي شوی وو. خو د رستورانت ډیر شمیر مشتریان بیا وایي چې احمد به ډیر وخت د دین پر ځای د موټرو په هکله خبرې کولې.