1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي سرتیري درې نور پوځیان ووژل

مسعود جهش (AP, AFP, Reuters)۱۳۹۳ فروردین ۱۴, پنجشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې یوه سرتیري په فورت هود پوځي اډې کې درې نور پوځیان وژلي او ۱۶ تنه یې ټپیان کړي. چارواکو ویلي چې دغه سرتیری تر رواني درملنې لاندې وو. برید کوونکي په پای کې خپل ځان هم وژلی دی.

https://p.dw.com/p/1BaX0
انځور: Reuters

دغه کس د چهار شنبې په ورځ د ماښام په شاوخوا څلورو بجو په فورت هود کمپ کې یوې ودانۍ ته ننوت او هلته یې پر موجودو کسانو باندې ډزې وکړې. تر دې وروسته هغه په همدې پوځي مرکز کې یوه بل ځای ته ولاړ او هلته یې هم پر امریکايي پوځیانو باندې ډزې وکړې. تر دې وروسته بیا پوځیانو پر دغه برید کوونکې باندې ډزې وکړې. خو هغه پخپله ځان وواژه.

په دې پیښه کې درې کسان چې ټول پوځیان ول وژل شوي دي. پر دې سربیره ۱۶ تنه نور ټپیان شوي هم دي چې اوس تر درملنې لاندې دي. د فورد هود پوځي اډه د امریکا متحده ایالاتو په تکزاس ایالت کې پرته ده.

لا تر اوسه پورې د دغې پیښې د رامنځ ته کیدو لامل روښانه نه دی. ښايي دغه پیښه له ترهگري سره تړاو و نه لري، خو چارواکو تر اوسه پورې دغه امکان نه دی رد کړی.

تر پیښې وروسته په تازه خپرو شویو جزییاتو کې راغلي دي چې برید کوونکی اوس د امریکا متحده ایالاتو په پوځ کې سرتیری وو او تر رواني درملنې لاندې وو. لا تر اوسه پورې د دغه سرتیري نوم نه دی بربنډ شوی خو چارواکو ویلي دي چې دغه سرتیري په عراق کې دنده ترسره کړې وه. امریکايي پوځي مایک میلي د چهارشنبې په ماښام خبریالانو ته وویل: «هغه باندې تر پیښې وروسته د رواني ناروغي د لرلو شک کیده او ډاکترانو خپلې معاینې کولي. په دې سرتیري کې دغه ناروغی تر اوسه پورې تشخیص شوې نه وه.» چارواکو زیاته کړې ده چې دغه سرتیری د دیپریشن په گډون په نورو رواني ناروغیو هم اخته وو.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، ویلي دي چې د پیښې په اړه به څیړنې وشي. هغه زیاته کړې ده: «موږ به ځان د پیښې عمق ته ورسوو ترڅو په سمه توگه پوه شو چې په اصل کې څه رامنځ ته شوي دي.»
په فورد هود پوځي اډې کې په ۲۰۰۹ کال کې هم یوه امریکايي پوځي ۱۳ کسان وژلي او ۳۱ تنه نور ټپیان کړي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب