امریکا: د طالبانو له نوي مشر څخه د سولې انتظار نه کیږي
۱۳۹۵ خرداد ۶, پنجشنبهڅلور ورځې وروسته له هغې چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور ووژل شو، هغوی ملاهیبت الله اخندزاده چې ډير سخت دریځی گڼل کیږي، د خپل نوي مشر په توگه اعلان کړ.
امریکايي چارواکو منصور د سولې د خبرو اترو پر وړاندې یو خنډ گاڼه. د هغه له وژل کیدو سره ځینو داسې هیله څرگنده کړه چې ښايي وروسته له دې د طالبانو او د ولسشمر محمد اشرف غني د حکومت ترمنځ خبرې اترې پیل شي.
د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې CIA پخوانی مامور بروس ریدل چې د ولسمشر اوباما د افغانستان د لومړۍ پالیسې د غور د چارو ریاست یې پر غاړه درلود او اوس د بروکینگز د انستیتوت کار پوه دی، وايي: «د افغانستان د سولې د پروسې راتلونکې لا تراوسه کمزورې ښکاري. د نوي قوماندان ملا اخندزاده په شمول طالبان پر دې باور دي چې پوځي بریالیتوب یوازې د وخت او زمان خبره ده.»
د رویترز خبري آژانس په هغه رپوټ کې چې له واشنگتن څخه یې خپور کړی د نوموړي امریکايي کار پوه، له خولی وايي چې د پاکستان پیاوړې استخباراتي اداره هم په دی باور ده چې طالبان ښايي له پوځي لارې بریالیتوب ته ورسیږي.
بروس ریدل زیاتوي: «جگړه یوه ډير خونړي پړاو ته رسیدلی ده.» د هغه دغه وړاندوینه په کابل کې د چهار شنبی د ورځې ځانمرگي برید سره چې په پایله کې یې ۱۱ تنه ووژل شول، جوخته عنوان شوې ده.
خو د ولسشمر بارک اوباما ادارې چې په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو جنگي سرتیرو له وتلو څخه وروسته هڅه کوي چې طالبان د سولې میز ته راوبلي، لا تر اوسه د افغانستان پر وړاندې له دغې پالیسۍ څخه لاس نه دی اخیستی. د متحده ایالاتو د دفاع وزیرو اشتون کارتر چې په افغانستان کې د پاتې امریکايي سرتیرو د کمولو څخه وخت په وخت یادون کوي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې طالبان باید پوهه شي چې «هغوی بریالي کیدای نه شي.» کارتر زیاته کړه:
«افغان امنیتي ځواکونه چې د متحده ایالاتو له مرستو څخه برخمن دي د هغوی په پرتله پیاوړي دي او کولای شي چې د افغانستان له دولت او د ملي یووالي له حکومت څخه دفاع وکړي. نو له دې امله دوی بله چاره نه لري، مگر دا چې افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کښیني. په پوځي ډگر کې د هغوی ماته یقیني ده.»
خو د امریکا متحده ایالاتو اوسني او پخواني کارپوهان او دغه راز خپلواک تحلیل کوونکي ډير لږ چانس ویني چې طالبان دې له خپل نوي مشر سره د سولې خبرو اترو ته غاړه کښیږدي.
د متحده ایالاتو د پوځ یوه چارواکي چې د خپل نوم د نه بربنډولو په شرط یې رویترز سرخ خبرې کړي دي وایي: «کله چې زه له یو چا څخه په حکومت کې اورم چې د سولې د راتلونکي په هکله خبرې کوي او یا هم دا چې څرنگه د ملا منصور وژلو سره هغوی کیدای شي لارې ته راوستل شي، زه پوښتنه کوم چې دوي څه څکلوي دي؟»
نوموړی وايي: «پرته له دې چې څوک طالبان رهبري کوي، هغوی د یو سر سخت اسلامي واکمنۍ د اعادې کولو له پاره د خپلې ارادې پر سر په هیڅ صورت معامله نه کوي.»