امریکايي چارواکو د کرزي خبرې وستایلې
۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعهکرزي له وال ستریت ژورنال سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې افغان حکومت له طالبانو او امریکایانو سره درې اړخیزه خبرې اترې کړي دي چې د افغانستان لس کلنې جگړې ته د سولې له لارې د پاې ټکی کښيږدي.
پنیتا په پنتاگون کې خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر کرزي خبرې ښیي چې اوس افغانستان د سولي به بهیر کې ونډه لري. د پنیتا په خبره دا مسئله د سولې د بهیر د کامیابېدو له پاره ډیره مهمه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د ولسمشر کرزي خبرې رد کړي دي او ویلي ئې دي چې طالبانو له افغان حکومت سره خبرې اترې نه دي کړي.
که د افغانستان د سولې د بهیر په ترڅ کې درې اړخیزه خبرې اترې تر سره شوي وي نو دا کیدای شي په دغه هیواد کې د روان کړکیچ په له منځه وړلو کې ډیره مرسته وکړي. طالبانو ویلي دي چې دغه ډله به یوازي له امریکایانو سره خبري اترې وکړې.
افغان چارواکو اسوشیتید پریس ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې متحده ایالاتو تیره میاشت دا خبره ومنله چې د طالبانو او امریکایانو په راتلونکو غونډو کې به د افغان حکومت استازي هم گډون وکړي خو امریکایانو د دغې خبرې پخلی نه دئ کړی.
دا په داسې حال کې ده چې ځنې امریکایي چارواکو د کرزي دا خبره چې گواکې افغان دولت د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو اترو کې ونډه لري تائید کړي نه ده. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني، ویلي دي چې امریکا غواړي په افغانستان کې د سولې هر بهیر د افغان حکومت په مشري وي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه ویاند بیا د کرزي د خبرو هرکلی کړی دئ او ویلي ئې دي چې دا بهیر د افغانستان د کړکیچ د حلولو له پاره سمه لاره ده.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند، بیا ویلي دي چې د ولسمشر کرزي خبرې ښيي چې افغان دولت د سولې په بهیر کې ونډه لرلو ته چمتو دئ. هغې زیاته کړې ده چې نه غواړي د ولسمشر کرزي د خبرو د دقیقوالي په هکله څه ووایي خو د نولاند په حواله هغه څه چې د کرزي له وروستیو خبرو څخه معلومیږي هغه دا دي چې افغان حکومت اوس له دغه بهیرسره ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، چې اوس د متحده ایالاتو په سفر بوخت دئ ویلي دي چې د افغانستان د سولي د بهیر په هکله که هر څومره کمي خبري وشي په هماغه اندازه به دغه بهیر ته گټه ولري.
مسعود جهش (اسوشیتد پرس)
کتونکی: سید ریاض