1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د پنیټا خبري زموږ په پالیسي کي بدلون نه دئ

۱۳۹۰ بهمن ۱۴, جمعه

د اوباما اداري د دغه هیواد د دفاع د وزیر هغه خبري چي ویلي ئې وو امریکا کیدای شي په ۲۰۱۳ کال کي په افغانستان کي خپل جنگي نقش پای ته ورسوي رد کړي دي. د پنیټا دغو خبرو په کابل، اروپا او واشنگټن کي د ناټو متحدین حیران کړي دي

https://p.dw.com/p/13wAT
امریکا ویلي دي چي د ناټو د پلان له مخي به پر مخ ولاړه شي.
امریکا ویلي دي چي د ناټو د پلان له مخي به پر مخ ولاړه شي.انځور: picture alliance / landov

په بروکسل کي د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډي په درشل کي لیون پنيټا پرون «د فبروري د میاشتي دوهمه نیټه» وویل چي امریکا کیدای شي په ۲۰۱۳ کال کي په افغانستان کي خپل جنگي نقش پای ته ورسوي او پر ځای ئې دافغان ځواکونو ملاتړ او د هغوی روزني ټه ډیر پام واړوي.

امریکايي چارواکو د پنیټا خبري رد کړي دي او ویلي ئې دي چي امریکا به په افغانستان کي د ناټو د مخکیني پلان له مخي عمل وکړي. په پلان کي ده چي ناټو د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي او د دغه هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري. د پلان له مخي به ناټو له ۲۰۱۴ کال وروسته په جنگي عملیاتو کي ونډه و نه لري او پر ځای به ئې د افغان ځواکونو روزني او د هغوی تجهیز ته ډیر پام واړوي.

د سپیني ماڼۍ ویاند جي کارني، ویلي دي چي امریکا به د ناټو د پلان له مخي پر مخ ولاړه شي. هغه زیاته کړې ده چي د پنیټا د خبرو معنی دا وه چي که شرایط اجازه ورکړي نو کیدای شي چي د ناټو د پلان په چوکاټ کي امریکا وختي خپل نقش ته بدلون ورکړي.

کارني زیاته کړې ده چي د ناټو د پلان له مخي به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي، خو د هغه په خبره که د عمل د ډگر شرایط اجازه ورکړي نو کیدای شي تر دغي نيټې مخکي افغانانو ته مسئولیتونه وسپارل شي، نو دا له امکانه څخه لیري نه ده چي د امنیت د لیږد بهیر د ناټو د پلان په چوکات کي مخکي له وخته پیل شي.

د لیون پنیټا دغو خبرو نه یوازي په کابل او اروپا کي د امریکا متحدین حیران کړل بلکي په امریکا کي هم د سنا غړو د دغه خبرو په هکله خپله حیرانتیا څرگنده کړه.

د امریکا د سنا د امنیتي کمیټي مشر مایک راجرز، ویلي دي چي هغه دې خبرو سخت حیران کړی دئ. هغه زیاته کړې ده چي ځینو امریکایي چارواکو ورته دا خبره هم کړې ده چي د پنیټا په خبرو کي حقیقت نغښتی دئ.

په همدي حال کي د متحده ایالاتو د استخباراي اداري مشر دیوید پیتریوس، هم ویلي دي چي امریکا به د پخواني پلان له مخي په افغانستان کي د مسئولیتونو د سپارلو لړۍ عملي کړي.

پیتریوس ویلي دي چي که پلان دا هم وي چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري باید ټول امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته وسپارل شي نو باید دغه بهیر په ۲۰۱۳ کال کي ډیر مخکي تللی وي. د هغه په خبره امنیتي مسئولیتونه باید په تدریجي ډول افغانانو ته وسپارل شي.

پیتریوس ویلي دي چي د پنیټا خبري په بل ډول تعبیر شوي دي. په همدي حال کي د امریکا د دفاع وزارت هم اعلان کړی ئ چي د پنیټا خبري د متحده ایالاتو په پالیسي کي بدلون نه ښيي. پنتاگون ویلي دي چي د امریکا متحده ایالات اوس هم د افغانستان په وړاندي تعهد لري.

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب