1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د افغانستان ماموريت امنیتي شرکتونو ته سپارل کيږي؟

۱۳۹۶ تیر ۲۲, پنجشنبه

ولسمشر ترمپ لا د افغانستان له پاره خپله نوې ستراتیژي په ډاگه کړې نه ده، خو ځينو مشاورینو یې امریکايي خصوصي شرکتونو ته د دې جګړې د مسئولیت سپارلو وړاندیز کړی. کارپوهان د دې وړاندې د عملي کیدو پایلې ډیرې ویجاړونکې بولي.

https://p.dw.com/p/2gSmx
U.S. Navy Seals Symbolbild
انځور: picture-alliance/U.S. Navy/Seal

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، لا تر اوسه پورې د افغانستان له پاره خپله نوې ستراتیژي نه ده اعلان کړې. هغه د دې ستراتیژي د ټاکلو مسئولیت خپل د دفاع وزیر جیمز متیس، ته سپارلی دی. خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي دي چې د ولسمشر ترمپ د زوم جیراد کوشنر، په ګډون د هغه دوو مشاورینو وړاندیز کړی دی چې د افغانستان د اوږدې جګړې مسئولیت دې د «بلک واتر» او «داین کورپ» خصوصي امریکایي شرکتونو ته وسپارل شي. د دې وړاندیز اهداف په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو او امریکایي سرتیرو له پاره د خطر کمول ښول شوي دي.

په ویدرو ویلسن څیړنیز مرکز کې د افغانستان د چارو کارپوه مایکل ګوکلمن، وایي د دغه شان وړاندیز له پاره وړاندي شوي لاملونه هغه احتمالي زیانونه چې خصوصي دفاعي شرکتونو ته د افغانستان د ماموریت له سپارلو سره مل دي نه شي توجیه کولی. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «د دغه شان یوه پلان عملي کول نه یوازې دا چې ستوزمن دي، بلکي هغه به په مطلقه توګه خطرناکه وي او د افغانستان او سیمې له پاره به د بې ثباتۍ لامل شي.»

کوګلمن دا خبره هم مني چې په تیرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان له پاره د واشنګټن ستراتیژي داسې پایلې چې تمه یې کیده، نه دي لرلي او له همدې کبله د نويو نظریو اړتیا لیدل کیږي. خو هغه په دې نظر دی چې د اوسني وضعیت د بدلون له پاره د حل لار د افغانستان د امنیتي پروژې خصوصي کول نه دي.

امنیتي شرکتونه لکه «داین کورپ» او «بلک واتر» تر دې مخکې هم په افغانستان کې فعاله ول. د دغو شرکتونو نقش بیا تر ۲۰۱۴م کال وروسته، کله چې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه، یو څه کم شو.

که د افغانستان د ماموریت ډیر مسئولیت دغو شرکتونو ته وسپارل شي، نو دا به په دې هیواد کې د امریکا د استخباراتي سازمان یا CIA د فعالیتونو د ډیرښت په معنی هم وي. کوګلمن ګواښ کوي چې همدا موضوع به هم د افغانانو په منځ کې ډیر زیات حساسیتونه راوپاروي.

هغه وایي: «همدا اوس هم په افغانستان او پاکستان کې خلک د CIA فعالیتونو ته د شک په سترګه ګوري او نیوکه کوي چې د امریکا پوځ د خپلو اقداماتو مسئولیت نه اخلي. که د افغانستان د جګړې مسئولیت امنیتي شرکتونو ته وسپارل شي، نو ډیر افغانان به د حکومت او امریکا خلاف شي.»

کوګلمن په دې باور دی چې دغه شان یو وضعیت به یوازې طالبانو ته ګټه ورسوي او د هغوی د لا پیاوړې کیدو سبب به شي.

افغان ولسمشر خوشبینه دی

تر دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني، په یوه کنفرانس کې ویلي ول، چې که څه هم لا تر اوسه پوري ولسمشر ترمپ د افغانستان له پاره خپل نوی سیاست نه دی اعلان کړي، خو «په عمومي ډول» په واشنګټن کې نظرونه مثبت دي. خو داسې بریښې چې د افغان ولسمشر د ادعا پر خلاف په واشنګتن کې هم د افغانستان د وضعیت په اړه انديښنې مخ پر ډیریدو وي. دا ځکه چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال، د امریکا متحدو ایالاتو سناتور جان مک کین، ویلي ول چې هیواد یې په افغانستان کې د «بریا پر لور نه دی روان» او له همدې کبله د ستراتیژي بدلون ته اړتیا شته.

ولسمشر ترمپ چې خپل کار یې د «لومړی امریکا» تر شعار لاندي پیل کړی دی، تر ډیره پورې په خپل سیاستونو کې د امریکا متحدو ایالاتو ګټو ته لومړیتوب ورکوي. ترمپ په وروستیو میاشتو کې دا هم ښوولې ده چې ډیر وخت داسې پریکړې چې تمه یې نه کيږي، کوي. کوګلمن په دې اند دي چې د افغانستان له پاره د ولسمشر ترمپ د سیاست څرنګوالی به تر ډیره بریده پوري په دې پورې اړه ولري چې هغه د خپلو مشاورانو په منځ کې د کوم اړخ خبرو ته غوږ نیسي.

کوګلمن زیاته کړه: «په دې کې شک نه شته چې د افغانستان په اړه د ولسمشر ترمپ مشاورین سره ویشل شوي دي. یوه ډله غواړي چې ډیر تمرکز پر امریکا باندې وشي او واشنګټن په نړۍ کې خپل پوځي حضور یو څه کم کړي، بله ډله بیا غواړي چې امریکا خپل پوځي لاس برتوب وساتي.»

دغه امریکا کارپوه روښانوي چې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، چې د افغانستان له پاره د نوې ستراتیژي جوړولو اصلي مسئولیت لري، په دویمه کتګوري خلکو پورې تړاو لري. د هغه په اند امریکا باید د خپلې نوې ستراتیژي په ترڅ کې له افغان حکومت سره خپله دیپلوماتیکه او پوځي همکاري پراخه کړي.