1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي الوتکې ۱۶ افغان پولیس سرتیري وژلي

۱۳۹۶ تیر ۳۱, شنبه

په افغانستان کې چارواکو د شنبې په ورځ ویلي چې په هلمند کې د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې یا ډرون په برید کې ۱۶ پولیس سرتیري وژل شوي او دوه تنه نور بیا ټپیان شوي.

https://p.dw.com/p/2h0Jn
US-Drohnen in Afghanistan
انځور: picture alliance/Pacific Press/A. Ronchini

د هلمند ولایت د امنیه قومانداۍ ویاند، سلام افغان د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې دغه پیښه د جعمې په  ورځ په شاوخوا ۵ بجو په داسې حال کې رامنځته شوې چې دغه پولیس سرتیري له طالبانو څخه د یوې سیمې په پاکولو بوخت وو.

نوموړی زیاتوي چې په دې برید کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۶ افغان پولیس سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. په عین وخت کې د هلمند د ولایت مقام ویاند، عمر ځواک هم دغه برید تائیدوي او ورته معلومات وړاندې کوي.

دغه پیښه د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې رامنځته شوې. د دې ولسوالۍ ګڼ شمیر برخې د وسلوالو طالبانو په ولکه کې دي. د پیښې په تړاو، په افغانستان کې د ناټو ماموریت یوه اعلامیه هم خپره کړې. په اعلامیه کې راغلي چې «د امریکا په ملاتړ د افغان ځواکونو د یوه پوځي عملیاتو په ترڅ کې، یو هوايي برید د افغان ملګرو سرتیرو چې په یوه قراراګاه کې راټول شوي وو، د مرګ سبب شوی.» اعلامیه همدا راز زیاتوي چې موږ په دې هکله د قربانیانو کورنیو ته خپل ژور خفګان څرګندوو او وايي چې د پیښې په هکله به پلټنه هم وشي.

اوسمهال په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو په چوکاټ کې یوازې امریکايي سرتيري هوايي بریدونه ترسره کوي. د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست ویاند، نجیب دانش بیا د هلمند ولایت د چارواکو په پرتله کم شمیر تلفات وړاندې کوي. دانش د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل: «له بده مرغه د هوايي برید د تلفاتو هغه معلومات چې موږ ته رسیدلي ښيي چې زموږ ۱۲ پولیس سرتیري شهیدان شوي او هیڅ یو هم نه دی ټپي شوی.»

نوموړي همدا راز وویل چې د کورنیو چارو د وزارت یو هئیت د پیښې د پلټنې او له زیانمنو کورنیو سره د مرستو په موخه سیمې ته لیږل شوی.

په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو ځیني داسې هوايي بریدونه شوي چې ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې. د بیلګې په توګه د روان کال په فبروري میاشت کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۱۸ ملکي کسان وژل شوي وو چې زیاتره یې ماشومان او میرمنې وې.

د تیرکال د نومبر په میاشت کې د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په یوه بل برید کې ۳۲ ملکي کسان وژل شوي وو. د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر میاشتې په ورته یوه بله پیښه کې د بې پولو ډاکټرانو په روغتون باندې د امریکايی بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۴۲ کسان ووژل شول چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرل.