1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکې په افغانستان کې د 33 تنو ملکي خلکو د وژنې اقرار کړی

۱۳۸۷ مهر ۱۸, پنجشنبه

په وروستيو مياشتو کې د ناتو او ايساف قواوو په وار وار په دی تورن شوی دي، چې دوی په خپلو عملياتو کې يو زيات شمير ملکي خلک وژلي دي.

https://p.dw.com/p/FWvi
انځور: AP

د بشري حقوقو ټولنه Human Rights Watch, HRW د ملکي خلکو د وژلو په اړوند نيوکه کوی او ليکی:

امريکايي عسکر د ملکي وگړو له وژلوڅخه وروسته د دغو خلکو وژل نه منی او وار په وار سره يی ردوی او پړه يی په طالبانو وراچوي. سر بېره پر دی د بهرنيو قواوو څېړنې د پېښو په اړوند «يو طرفه، نامکمل او پره شفاف» نه دي.

د امريکې د متحده ايالتونو د پوځ وزارت، د هغو 33 افغان ملکي کسانو د وژل کېدنې اقرار کړی دی، چې د آگست په مياشت کې د دوی د هوايي ځواکونو د بمباريو په نتيجه کې له منځه تللي وو.

په افغانستان کې امريکايي قواوو تر اوسه پورې په دغه پيښه کې يوازی د اوو ملکي کسانو د وژلو پړه منلی وه.

د پنتاگون يوه وياند د ملکي خلکو پر وژنه باندې خپله خواشيني څرگنده کړې او زياته کړې يې ده، بهرنيو ځواکونو په هرات کې، د طالبانو ترشک لاندې هډو باندې د حملي کولو له کبله، له جنگي اصول څخه تېری نه دی کړی.

امريکايي ځواکونو، وروسته له هغه چې د افغانستان حکومت د هرات د عزيز آباد په سيمه کې د وژل شوو کسانو شمېر 90 تنه اعلان کړ، د دې پېښې پلټنه پيل کړه.

کله چې د بهرنيو پلي عسکر د خپلو هوايي قواوو مرسته راوغوړی، نو بيا دوی بمباری کوی او په داسی حالت کې زياتره وخت ملکي وگړي ژوند له لاسه ورکوي.

د سپتمبر په مياشت کې افغاني پوليسو 3 هغه کسان ونيول، چې امريکايي ځواکونو ته يې غلط معلومات ورکړي اوهوايي يرغل ته يې هڅولي وو.