1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکې او فرانسې په خليج کې نظامي ځواکونه زيات کړي دي

۱۳۸۶ فروردین ۷, سه‌شنبه

د امريکا متحده آيالتونو او فرانسې په خليج کې خپل ځواکونه پياوړي کړي دي. د »دوايت دي ايسنهاور« الوتک وړونکې کښتۍ تر څنگ اوس يوه بله »ستېنيس« نومې الوتک وړونکې بېړۍ هم دې سيمې ته استول شوې ده. دغه خبره د امريکايي سمندري ځواکونو د مرکزي قوماندې يوه وياند په بحرين کې وکړه.

https://p.dw.com/p/DKEw
د امريکا الوتک وړونکې کښتۍ د فارس په خليج کې
د امريکا الوتک وړونکې کښتۍ د فارس په خليج کېانځور: AP
د 6500 عسکرو ځای په ځای کېدنه دې د عراق او افغانستان د جاري عملياتو ملا وروتړي. د الوتک وړونکو کښتيو بدرگه په عادي توگه د څلورو يا پنځو نورو جنگي بېړيو او يوې تحت البحري لخوا کېږي. سربېره پر دې د فرانسې الوتک وړونکې کښتۍ »چارل د گول« هم د نورو کښتيو په بدرگه سيمې ته رسېدلې ده. د کښتۍ قوماندان بېرتران بونو وويل چې له دغو کښتيو څخه يوازې په افغانستان کې د عملياتو دپاره کار اخېتسل کېږي. دا چې دغه کښتۍ په ايران باندې د فشار راوستلو يو وسيله ده، دغه خبره يې رد کړه. غربي هېوادونه په ايران باندې شک لري چې په پټه اتومي وسلې جوړوي.