امريکا: ښايي د بن لادن د کونډو څخه د تحقيقاتو اجازه تر لاسه کړو
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۰, سهشنبهپاکستان وايی چی دوی ته د امریکایی چارواکو لخوا په رسمی ډول د بن لادن د کونډو څخه د تحقيقاتو کولو لپاره د کومی اجازی غوښتنه نه ده شوی. د بن لادن دغه کونډی د تیری دوشنبی په ورځ د بن لادن تر وژل کیدو د هغه سره یوځای د ایبټ آباد په ښار کی اوسیدی.
د پاکستاني امنیتی چارواکو په وینا دوی په اېبټ آباد کي د بن لادن د کور ځخه ۱۵ يا ۱۶ کسان د ځان سره بېولي دي چي پکښي ماشومانو او ښځي شاملي دي. پاکستاني چارواکو د می په دويمه پر دغه کور د امريکايي بريد وروسته د بن لادن د کور څخه دغه کسان بېولي دي.
د بن لادن مړی تر هغی وروسته امریکایی سرتیرو له ځانه سره وړی وو، او بیا وروسته یی د هغه جسد په اوبو کی لاهو کړی وو.
تر دی وړاندی یو امریکایی چارواکی ویلی وو : « پاکستان احتمال ښودلی چی د بن لادن د کونډو سره مونږ ووینو. هیله ده چي پاکستان هغه څه عملي کړي چي ويلي يې دي.» سپینی ماڼۍ د خپل دغه چارواکي د څرګندونو په هکله کومه تبصره نده کړی.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سیکرتر سلمان بشیر وایي:« د امریکا د متحده ایالاتو لخوا په رسمي ډول په دط اړه زمونږ څخه کومه غوښتنه نه ده کړی چی دوی د بن لادن د کونډو څخه پوښتنی ګروېږني کول غواړي.» هغه زیاته کړه « که چیری د هغوی له خوا په رسمی توګه غوښتنه اوشی نومونږ به بیا په دی اړه غور وکړو.»
په اسلام آباد کی د امریکا د متحده آیالاتو د سفارت ویاند ویلی چی په دې اړه کوم معلومات نلری او دی هم د رسنیو له لاری خبر شوی.
پاکستان د اسلام پالو اورپکو په خلاف جګړه کی د امریکا یو مهم ملګری دی، خو د بی پیلوټه الوتکو د بریدونو پر سر دغه اړیکی خړی پړی شوی وی. پاکستان په وار وار د امریکا څخه په کلکه غوښتی وو چی دغه بریدونو ته دی د پای ټکی کیږدی.
په څرګند ډول د دواړو هیوادونو د استخباراتی شبکو تر منځ دغه اړیکی لا نوری هم ترینګلی شوی چی اسامه بن لادن اسلام آباد ته څیرمه ښارګوټی، ایبټ آباد کی د یوی پوځی چاوڼی تر څنګ پټ اوسیده.
امریکایی چارواکی ویلی چی دوی داسی کوم تصمیم نلری چی د پاکستان څخه د سی آی ای د عملیاتو ځای مشر بیرته خپل هیواد ته راستون کړی، دا پداسی حال کی ده چی په ظاهره توګه د پاکستاني ورځپاڼو لخوا کوشش شوی وو چی د هغه پټه څیره راښکاره کړی.
د هغه په وینا په ورځپاڼو کی خپاره شوی راپورونه نا سم وو، زه په دی باور یم چی دا کار ددی لپاره شوی چی د امریکا د متحده ایالاتو د دي غوښتنی په جواب کی څنګه اسامه بن لادن په داسی مشهور ځای کی پټ وو څخه توجه بلی خوا ته اړول دی.
امریکایی چارواکی په تیرو ۶ میاشتو کی دوه ځلی د داسی کسانو نومونو بربنډولو ته د شک په سترګه ګوري او وایی چی دا کار د پاکستان د استخباراتی شبکی د کوم کس له خوا تر سره شوی دی.
د پاکستان د یو شخصی تلویزون او اخبار لخوا چی د دوی په وینا دا په پاکستان کی د سی آی ای د ځای مشر اصلی نوم دی خپور شوی وو.
خو ۲ امریکا چارواکی څوک چی د واشنګټن او اسلام آباد سره د داسی معاملو په سر ښکیل دی ویلی چی د تلویزون لخوا اخیستل شوی نومونه غلط دی، او په پاکستان کی به د سی آی ای ځاي مشر په خپله دنده پاتی شی.
تیر کال د دسمبر په میاشت کی د ځاي ورځپاڼو لخوا د سی آی ای د ځای مشر د نوم بربنډولو څخه وروسته هغه د خپل ماموریت څخه لری کړای شوی وو، په هغه تور لګیدلی وو چی د بی پیلوټه الوتکی په یو برید کی چی ډیري قربانیان یی ملکی وګړی ول، د ده په لارښونه شوی وو.
اژانسونه/سید ریاض
کتونکی: احمدولي اڅکزی