1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ځان له IS سره په جنگ کي ويني

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۲۲, شنبه

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس په خپله وينا کي له هغي کلمې څخه ځان پېچی، چي گويا له اسلامي دولت ډلي سره په جگړه کي ښکېل دي. خو وياند ئې په زغرده ويلي دي: «په جنگ کي يو».

https://p.dw.com/p/1DBg8
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا متحدو ايالاتو د جمهور رئيس بارک اوباما، وياند جاش ايرنست، په واشنگټن کي خبريالانو ته ويلي دي چي متحد ايالات له اسلامي دولت ډلي (IS) سره هم هغه شان جنگيږي، لکه له القاعدې او په هغې پوري تړلو ډلو پرضد چي په درسته نړۍ کي جنگيږي.

هغه زياته کړې ده چي «واقعيت دا دی چي اسلامي دولت ډلي ښوولې ده چي له نړۍ سره جنگ ته تيار دي. دغه جمهور رئيس (...) د يوه نړيوال ائتلاف مشرتوب کوي، څو په جدي توگه د دغه گواښ مقابله وکړي.

د هوايي يرغلونو پراخېدل

د امريکا متحدو ايالاتو هوايي ځواک د روان کال د اگيست مياشتي له پيل راهيسي په عراقي کي د افراطي سنيانو پر مورچلو باندي يرغلونه کوي.

د چهارشنبې په ماښام اوباما د اسلامي دولت ډلي پرضد خپله ستراتيژي وړاندي کړه او له هغه سره سم ئې په سوريه کي د دغي ډلي پرضد د هوايي بريدونو اعلان هم وکړ.

اوباما بيا هم د پلي عسکرو لېږل رد کړه. خو وئې ويل چي له امريکا متحدو ايالاتو سره همکار ځايي امنيتي ځواک به په سيمه کي وروزي.

امريکا متحد ايالات په عراق کي پر عراقي ځواک او د کردانو پر «پېشمرگي» ملېشې او په کورنۍ جگړه کي ښکېل هيواد سوريه کي د ياغيانو پر متوسطو ډلو باندي حساب کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د اټکل له مخي له اسلامي دولت ډلي سره د مبارزې په برخه کي د پلان سوی نړيوال ائتلاف سره راټولېدل لا وخت ته اړتيا لري.

کيري په انقره کي له ترکي چارواکو سره تر خبرو وروسته ويلي دي چي اوس لا ډېر وختي دئ چي سړی په ائتلاف کي د گډون کوونکو هيوادونو پر دقيقو وظايفو باندي خبري وکړي.

هغه زياته کړې ده: «خو زه ډاډه یم چي د عربي، اروپايي، امريکا متحدو ايالاتو او نورو هيوادونو له خوا به يو پراخ ائتلاف جوړ سي.» حتی آلمان لا د ترهگرۍ ضد ائتلاف سره يو ځای سوی دئ.

ميرکل پر نورو مرحلو فکر کوي

د آلمان د «زود دويچه څايتونگ» ورځپاڼي د معلوماتو له مخي لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل له سني افراطي ډلي سره په مبارزه کي د آلمان د ونډي اخيستني پر پراختيا باندي غور کوي.

له مونشنه خپرېدونکې ورځپاڼي د معلوماتو له مخي، ميرکل به په راتلونکې اوونۍ کي له اړوندو وزيرانو سره په دې اړه چي څرنگه کولای سي د اسلامي دولت ډلي پرضد د امریکا متحدو ايالاتو له خوا اعلان سوي مبارزه کي ونډه واخلي، خبري وکړي.

پوښتنه دا ده چي په عراق او سوريه کي څه بايد وسي چي ثبات ټينگ سي. تمرکز بايد پر سياسي او بشردوستانه مرستو باندي هم وي.

آلمان د عراقي کردانو له پېشمرگي ملېشې سره د وسلو د مرستو اعلان وختي لا کړی وو او په پلان کي لري چي دغه مرستي په روانه مېلادي مياشت کي کردانو ته ور ورسوي.