امريکا: پوځياني هم په جنگي عملیاتو کي برخه اخيستلای سي
۱۳۹۱ بهمن ۵, پنجشنبهاعلان
د امريکامتحده ايالاتو پوځ غواړي چي ښځینه عسکر په جنګي عملیاتو کښي هم وګوماري. د امريکا د دفاع وزارت پنتاګون څخه لوړ رتبه مامورینو ویلي دي چي د دفاع وزير ليون پنيتا هغه بندیز له منځه وړی دی، چي ښځي دي په جنګي عملیاتو کښي برخه نه اخلي. خو د ځینو کارو له پاره به بیا هم ځيني استثناوي موجودي وي. د رسمي معلوماتو پراساس د اوس۲۰۴۰۰۰ ښځینه عسکر د امريکا د پوځ ۱۵فیصده تشکیلوي. دوی تر اوسه پوري یوازي د اردو په لوژیستکي برخه کښي خدمت کولای سوای.