امريکا په ډرون بريدونو کي د ملکيانو تلفات ومنل
۱۳۹۵ تیر ۱۲, شنبه
د امريکا متحده ايالات وايي چي د بحراني سيمو افغانستان، عراق او سوريې څخه علاوه يې په نو سيمو کي ۱۱۶ ملکيان د بې پلوټه الوتکو په بريدونو کي وژلي دي. په دې تړاو هغه راپور چي له زیات وخت راهيسي ورته انتظار کېدی د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جولای ۲مه نېټه) په واشنګټن کي خپور کړل سو.
په دغه راپور کي د ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۱۵ کال تر پای پوري موده ياده سوې ده. د راپور له مخي په دغه موده کي ۴۷۳ بريدونه تر سره سوي چي پکښي تقريبا ۲۵۰۰ جنګيالي وژل سوي دي. زياته سوې چي اکثره دغه بريدونه د بې پلوټه الوتکو په مرسته تر سره سوي، خو بعضي بريدونه د الوتکو او توغنديو په مرسته هم تر سره سوي دي.
د امريکا د استخباراتو د رئيس جېمز کلپر په دغه راپور کي د هغو هيوادونو معلومات نه دي ورکول سوي په کومو کي کښي چي دغه ملکي تلفات رامنځ ته سوي دي.په داسي حال کي چي دغه راپور د ملکي تلفاتو شمېر صرف ۱۱۶ بللی، خو د بشري حقونو مدافع سازمانونه دغه شمېر څو سوه يادوي. ياد سازمانونه په پاکستان، سوماليا، ليبيا او يمن کي د امريکايي بې پلوټه الوتکو په بريدونو کي د وژل سوو ملکيانو شمېر د ۲۰۰ او ۹۰۰ تر منځ اټکل کوي. په راپور کي د بشري سازمانونو له خوا پر اټکل سوو تلفاتو هم بحث سوی دی. په راپور کي راغلي چي سازمانونو د وژل سوو وسله والو او ملکيانو شمېرې سره ګډي کړي اول همدې کبله د راپور او د سازمانونو د اټکل تر منځ دومره لوی فرق دی. راپور ادعا کوي چي د بشري سازمانونو په پرتله دقيق معلومات لري او له همدې کبله يې د ملکي تلفاتو شمېرې هم دقيقي دي.
په دغه راپور کي راغلي چي په افغانستان، عراق او سوريه کي د ملکي تلفاتو شمېر له دې کبله نه دی ظاهر کړل سوی، ولي چي په دغو هيوادونو کي لا جګړه ادامه لري.
پر ولسمشر باراک اوباما د زیات وخت راهيسي نيوکي کيږي چي د هغه په ولسمشرۍ کي د بې پلوټه الوتکو بريدونو ادامه وموندله. دغه نیوکي له دې کبله هم زياتي دي چي د بې پلوټه الوتکو د بريدونو قانوني اړخ غېر روښانه بلل کيږي. د تنقيد او نيوکو بل لوی لامل په دغو بريدونو کي د ولسي او بې ګناه انسانانو جګه مرګ ژوبله ده. دغه بريدونه د دې لامل سوي چي د بېلګي په توګه پاکستان او امريکا اړيکي تر فشار لاندي راولي.
د بخښني نړيوال سازمان ويلي چي د دغه راپور خپرېدنه د شفافيت پر لور يو ګام دی، خو تنقيد يې کړی دی چي په راپور کي د «ولسي کس» تعريف نه دی سوی.