1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: په پسرلي کي به طالبان نه بلکي موږ به عمليات پيل کړو

۱۳۸۶ اسفند ۱۶, پنجشنبه

د منځني او نژدې ختيځ د پاره د امريکا د متحده ايالاتو د ځواکونو قومندان ويليم فيلون په افغانستان کي د طالبانو د پسرلي د عملياتو انتظار نه کوی او بر عکس به په افغانستان کي ايتلافي ځواکونه د طالبانو پرضد عمليات وکړي.

https://p.dw.com/p/DK6r
د منځني او نژدې ختيځ د پاره د امريکا د متحده ايالاتو د ځواکونو قومندان ويليم فيلون
د منځني او نژدې ختيځ د پاره د امريکا د متحده ايالاتو د ځواکونو قومندان ويليم فيلونانځور: AP

نوموړي دغه خبري د امريکا د کانګريس د نظامي قواوو د کمېټې په مخکي وکړي. ده زياته کړه، چي د پسرلي عمليات به زموږ د خوا څخه شروع سي، او امريکا به نور درې رزه و دوه سوه عسکر هم افغانستان ته ولېږي، تر څو د طالبانو د ممکنه تقويې مخ نيوی وکي.