امريکا په ملگرو ملتونو کي د فلسطينيانو پر عارضې نيوکه کړې ده
۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبهد امريکا د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن پر فلسطين په دې تړاو نيوکي کړي دي، چي په ملگرو ملتونو کي د څارونکي غړي حيثيت ورکړل سي. کلنټن ويلي دي چي په ملگرو ملتونو کي د فلسطين ديپلوماتيکه پورته کېدنه به نه د فلسطين او نه هم له اسرائيلو سره کومک وکړي، چي د دوو رياستونو حل ته ورسيږي. د هغې په وينا د دواړو اړخونوتر منځ يوازنی حل مستقيمي خبري دي. تر دې دمخه اسرائيلو او د امريکا متحده ايالتونو پر فلسطينيانو فشار راوړی وو، چي د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کي د څارونکي غړيتوب له پاره پر خپله عارضه د رايه اچوني غوښتنه بېرته واخلي. خو فلسطيني ولسمشر محمود عباس دغه غوښتنه رد کړې وه. په پام کي ده چي د فلسطين پر دغه عارضه به د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کي رايي واچول سي. آلمان غواړي چي په دغه اسامبله کي د فلسطيني عارضې پر ضد رايه ورکړي. خو د اروپايي ټولني يو شمېر نورو غړو هيوادونو لکه هسپانيې، ډنمارک او اتريش بيا ويلي دي چي د فلسطيني عارضې په حق کي به رايي ورکړي.