امريکا: په مصر کي د ديموکراسۍ پلويان يو
۱۳۹۲ آبان ۱۳, دوشنبهجان کري د مصري پوځ په ملاتړ رامنځ ته سوي عبوري حکومت ته د امريکا له خوا د مرستو د جاري ساتلو ډاډ ورکړ. هغه له خپل مصري سيال نبيل فهمي سره تر ملاقات وروسته په خبري غونډه کي دا هم زياته کړه، چي امريکا به د ترهگرۍ ضد مبارزه او بشري مرستو کي خپل کومکونه جاري وساتي. کري د وينا پر وخت پر مصري واکمنو ږغ وکړ چي په دغه هيواد کي ديموکراسي بېرته برحاله کړي. د نوموړي په وينا د مصر اقتصادي پرمختگ او ټيکاو د ديموکراتيک کېدو له پروسې سره تړلی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له مصر سره د امريکايي پوځي مرستو د محدودولو دفاع وکړه. امريکا په اکتوبر مياشت کي له مصر سره د خپلو کلنيو ۱،۳ ميلياردو ډالرو مرسته يوه برخه ودروله. کري، په قاهره کي د وينا پر مهال وويل چي ولسمشر باراک اوباما له مصر سره د خبرو اترو او ډيالوگ وړانديز ته مثبت جواب ويلی دی. هغه زياته کړه: «موږ به له مصر سره يو ستراتيژيک ډيالوگ پېل کړو.»
په محاکمه کي عدالت د ټولو مصريانو حق دی
جان کري د راپرځول سوي مصري ولسمشر محمد مُرسي د پېلېدونکي محاکمې په تړاو په مستقيمه توگه څه ونه ويل. خو هغه پر دې باندي ټينگار وکړ چي په محکمو کي انصاف او عدالت د ټولو مصريانو حق دی. خو له قاهرې څخه سعودي عربستان ته په الوتکه کي د مرسي د محاکمې په تړاو د هغه دريځ زيات روښانه سو. له کري، سره په سفر کي ملگرو امريکايي چارواکو وروسته وويل چي هغه د مصر پر نوو واکمنانو ږغ کړی دی چي اخوان المسليمين ته د دوستۍ لاس وغځوي. زياته سوې ده چي کري، غوښتنه کړې ده چي په مصر کي دي نافذ اضطراري حالت له پلان سره سم د نوامبر پر ۱۴مه نېټه پای ته ورسول سي او هغه دي نور نه تمديديږي.
محمد مرسي، چي د روان مېلادي کال د جولای مياشتي پر دريمه نېټه د پوځ له خوا راوپرځول سو، په يو پټ ځای کي ساتل سوی دی. په پلان کي ده چي مرسي «قتل ته د هڅونې» په تور محاکمه سي. په ټوليزه توگه د مرسي په شمول د اخوان المسليمين ۱۵ کسان محاکمه کيږي. پر دوی تور دی د دسمبر مياشتي په احتجاجونو کي د احتجاج کوونکو د وژلو تور دی.
له پوليسي دولت څخه وېره
د محمد مرسي، محاکمې تر مصر دباندي داسي اندېښنې راپورته کړي دي، چي داسي نه چي پوځي واکمنان مصر يو ځل بيا په پوليسي دولت واړوي. د بخښني نړيوال سازمان امنسټي انټرنېشنل ويلي دي چي د مرسي، محاکمه د مصر د واکمنانو له پاره يو ازمايښت دی. دغه سازمان وايي چي د مرسي محاکمه به وښيي چي د قاهرې واکمنان بشري حقونو ته ژمن دي که څرنگه. ياد سازمان د مصر پر عدليې باندي ږغ کړی دی چي مرسي، ته له ځان څخه د دفاع او د ورباندي لگول سوو تورونو په ترڅ کي د وړاندي کېدونکو ثبوتونو پوره امکانات ورکړي.
د مصر پوځي واکمنانو د مرسي، تر پرځولو وروسته د اخوان المسليمين پر ضد سخت چلن خپل کړی دی. له هغه راهيسي په سونو افراطيان وژل سوي او د اټکلونو له مخي تر ۳۰۰۰ زيات زنداني سوي دي. د مصر يوې محکمې په سپتمبر مياشت کي د اخوان المسليمين ګوند منع اعلان کړې وه.