امريکا په سوريه کي پر «IS» يرغل پيل کړ
۱۳۹۳ مهر ۱, سهشنبهد امريکا متحدو ايالاتو خپل گواښ ترسره کړ. د دوشنبې په ناوخته ماښام ئې په سوريه کي د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي يرغلونه پيل کړل.
د امریکا د دفاع وزارت يا پنتاگون وياند جان کيربي، ويلي دي چي امريکايي ځواک او متحدانو ئې افراطيان بمبار کړي دي. د دغو هوايي عملياتو قومانده د امريکا د ټولو ځواکونو عمومي قوماندان بارک اوباما ورکړې ده.
د «واشنگټن پوست» ورځپاڼي د معلوماتو له مخي په دغه هوايي بمباريو کي له امريکا متحدو ايالاتو سره سعودي عربستان، اردن، عربي متحدو اماراتو او بحرين ونډه لرله. ورځپاڼي د يوه پوځي چارواکي په حواله چي نوم ئې نه دی اخيستل سوی ويلي دي چي يادو ټولو هيوادونو په دغه بمبار کي «پوره ونډه» اخستې ده.
د «CNN» د معلوماتو له مخي په دغو عملیاتو کې قطر هيواد هم ونډه لرله. په دې وروستيو کي د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري، هڅي کولې چي د اسلامي دولت ډلي پرضد عملياتو کي د عربي هيوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.
سوريه تر نظر لاندي وه
واشنگټن تر هوايي بمبار دمخه د سوريې چارواکو ته خبر ورکړی وو. په دمشق کي د سوريې د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي واشنگټن په ملگرو ملتونو کي د سوريې سفير ته خبر ورکړی وو.
«نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی دئ چي په سوريه کي د اسلامي دولت ډلي په مرکز «الرقه» ولايت کي د هغوی مېشت ځايونه په نخښه سوي دي.
د دغي سيمي اوسېدونکو د تويتر له لاري د سختو بمباريو او تر ډېره وخته د الوتکو د پروازونو خبر ورکړی دئ. په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار ټولني هم دغه معلومات تائيد کړي دي. ويل سوي دي چي په دغو بمباريو کي د اسلامي دولت ډلي ډېر جنگيالي وژل سوي او ټپيان سوي دي.
يوه لوړپوړي پوځي چارواکي «CNN» تلويزيون ته ويلي دي چي د يرغل په پيل کي لومړی پر هدفونو باندي له سمندره توغندي وتوغول سول او وروسته بيا الوتکو بمبارد وکړ. داچي څومره بريدونه سوي دي په اړه ئې د امريکا د دفاع وزارت څه ويلي نه دي.
اوباما دوې اونۍ دمخه خپل ملت ته په وينا کي اعلان وکړ چي پر عراق سربيره به د هغه په گاونډي هيواد سوريه کي هم د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي عمليات پيل کړي. امريکا پر عراق باندي په تازه عملياتو کي نزدې ۲۰۰ هوايي يرغلونه کړي دي.