1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په ترکيه کي سفارت او کونسلگرۍ تړلي دي

۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

په انقره کي د امریکا متحدو ايالاتو سفارت ته نژدې تر ډزو وروسته امريکا په ترکيه کي خپل سفارت او کونسلگرۍ د يوې ورځي له پاره تړلي دي. تيره ورځ په انقره کي د روسيې سفير ترور سو.

https://p.dw.com/p/2UaCQ
Türkei US-Botschaft in Ankara
په انقره کي د امريکا سفارت ودانۍانځور: picture-alliance/AP Photo/B. Ozbilici

په انقره کي د امريکا متحدو ايالاتو سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي د سفارت ودانۍ ته نژدې د ډزو په غبرگون کي د ترکيې په استانبول او آدانا ښارونو کي خپل سفارت او کونسلگرۍ د يوې ورځي له پاره تړلي دي.

د دوشنبې په ورځ ماښام په انقره کي د روسيې سفير تر ترور وروسته يوه کس د امريکا سفارت ته نژدې ډزي وکړې. د امريکا سفارت له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي په دغه پېښه کي چا ته تاوان نه دی رسېدلی او هغه کس چي ډزي ئې کړي دي پوليسو نيولی دئ.

د ترکيې خبري آژانس «آنادولو» د خبر له مخي دغه کس په يوه ښکاري توپک سره هوايي ډزي کړي دي. دغه کس بيا د سفارت د ساتونکو له خوا سمدلاسه بې وسلې او نيول سوی دئ.

بله خوا په ترکيه کي د ايران سفارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي د سه شنبې په ورځ به ئې په دغه هيواد (ترکيه) کي کونسلگرۍ تړلي وي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي په مسکو کي به د روسيې په اړه د روسيې، ترکيې او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه وسي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف په انقره کي د خپل سفير د ترور په غندلو سره ويلي دي چي داسي ښکاري چي دغه يرغل دي په سوريه کي د تروريزم پر وړاندي مبارزې د خنډ په مخه طرحه سوی وي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د بيانيې له مخي په انقره کي د روسيې سفير تر ترور لږ وروسته لاوروف د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره تليفوني خبري کړي دي. د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو، د دوشنبې په ماښام مسکو ته رسېدلی دئ.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي لاوروف او چاووش اوغلو په خپلو خبرو کي پر دې موضوع توافق لاره چي په انقره کي د روسيې د سفير ترور له تروريزم سره د مبارزې اړتيا نوره هم پياوړې کوي.

په انقره کي د روسيې سفير اندری کارلوف، د دوشنبې په ورځ د انځورونو په يوه نندارتون کي د وينا پرمهال د يوه ۲۲ کلن يرغل کوونکی له خوا ووژل سو. يرغل کوونکی په انقره کي د ښورښ ضد پوليسو غړی وو او د پيښي په ځای کي پوليسو ويشتلی او وژلی دئ.