«امريکا پر سوريې باندي لنډمهاله بريد پلانوي»
۱۳۹۲ شهریور ۵, سهشنبهد «واشنګټن پوست» ورځپاڼه د حکومت د لوړپوړو استازو په حواله خبر ورکوي چې د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، يو محدود ماموريت د محدودې مودې له پاره سنجوي. ويل کيږي چې دغه دوه ورځنی پوځي بريد به د جنګي کښتيو له خوا د توغول شويو «مارش» ډوله توغنديو او د اوږده واټن بم غورځونکو الوتکو په مټ تر سره شي. بريدونه به پر پوځي هدفونو باندې وشي، چې د کيمياوي وسلو په زېرمو پوري مستقيم تړاو نه لري.
د امريکا متحده ايالاتو خپل ځان چمتو کړی دی: د متحده آيالاتو د سمندري ځواک کښتۍ چې په مارش ډوله توغنديو باندي سمبالي دي، د مديترانې په سمندر کې ګرځي. د بريد تر سره کول او د هغه دقيق وخت د «واشنګټن پوست» په حواله په درو فکتورونو پوري اړه لري: د تېري اوونۍ د زهرجن ګاز په مشکوک بريد کې د سوريې د مشرتابه د ښکېلتيا په اړه د استخباراتي معلوماتو بشپړېدل، له متحدينو او امريکا له کانګرس سره مشورې او د نړيوالو حقوقو په ارزونې پورې.
«ګټور ارقام»
کتونکي په دې اند دي چې د متحده آيالاتو له خوا پوځي مداخله به وروسته له هغه تر سره شي چې د ملګرو ملتونو د کيمياوي وسلو څېړونکي له سوريې څخه وتلي وي. کارپوهانو د دوشنبې په ورځ خپلي څېړنې دمشق ته څېرمه پيل کړي دي چيري چې ښايي د زهرجن ګاز په بريدونو کې نزدې۱۰۰۰ انسانان وژل شوي وي. د دندې په پيل کې د ملګرو ملتونو پر دغه ټيم باندي فيرونه وشول. سره له دې هم په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو د يوه وياند په خبره څېړونکو «ګټور ارقام» راټول کړي دي.
د ملګرو ملتونو له خوا د څېړنو تر بشپړېدو مخکې د بهرنيو چارو وزير جان کېري څرګنده کړه: «کيمياوي وسلې استعمال شوې دي.»
بې طرفه رپوټونه د ده په خبره څېړل شوي او د باور وړ هم دي. سربېره پر دې د امريکا متحده ايالات نور معلومات هم په اختيار کې لري چې اوسمهال ارزول کيږي او په رالتونکو څو ورځو کې به وړاندي کړل شي. ولسمشر اوباما وويل چې دی غواړي د دغې «ناوړي اخلاقي پېښې» مسئولين خپل مسئوليت ته متوجه کړي. د سپيني ماڼۍ وياند جی کارني زياته کړه: «يوازې د بشار الاسد رژيم په کافي ډول توغندی لري چې کيمياوي وسلې هم استعمالولای شي.»
«شواهد نه شته»
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړی هېواد روسيه چې د وېټو حق هم لري او د سوريې ټينګ ملګری بلل کيږي د امريکا متحده ايالاتو ته د پوځي مداخلې له کبله خبرداری ورکړی دی. د بهرنيو چارو وزير، سېرګي لاوروف ټينګار وکړ چې پوځي مداخله به سوله رانه ولي، بلکې «د جګړې يوه بله لا خونړۍ مرحله» به پيل شي. د روسيې نوموړی لوړپوړي ديپلومات زیاتوي چې د امريکا متحده ايالاتو «تر اوسه کوم شواهد نه دي وړاندي کړي، خو په ورته وخت کې وايي چې د اسد رژيم تر سرې کرښي اوښتی دی او اوس نور ځنډ نه شي کېدای».
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په دې ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ په هاګ کې يوه ټاکل شوې غونډه لغو کړه، چې امريکايي او روسي استازو پکې د سوريې له پاره د سولې د يو نړيوال کنفرانس د راغوښتلو په اړه خبري اترې سره کولې. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړه چې هغوی د غونډې په لغو کېدو سره متاسف دي. دغه پرېکړه د هغوی په خبره د امريکا متحده ايالاتو پر خپل سر کړې ده.