امريکا پر سوريې باندي تحريمونه کموي
۱۳۹۲ خرداد ۲۳, پنجشنبهپه واشنگټن کي د امريکا متحده ايالاتو له بهرنيو چارو وزارت څخه ويل سوي دي، چي له دې څخه ئې اصلي هدف دا دی، چي د سوريې د زورېدلو او کړېدلو خلکو د ژوندانه اړيني اړتياوي پوره سي.
په هغو مرستو کي چي د امريکا متحده ايالاتو له خوا چمتو سوي وې او بيا بيرته د هغوی لېږل ځنډېلي ول اوس دغه هيواد غواړي چي د سوريې هغو سيمو ته دغه مرستي ولېږي چي د اپوزيسيون په کنترول کي دي.
په دغو بېړنيو مرستو کي د بيارغاوني پر يو شمېر موادو سربيره خوراکي مواد او طبي سامان آلات هم شامل دي.
دغه راز به دغو سیمو ته خام مواد، تکنالوژي او سافتويرونه هم ولېږل سي، چي د مختلفو برخو په بيا رغاونه کي کار ځني واخيستل سي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خبره په دغو برخو کي د اوبو برابرول، کرهڼه، معالجه، برېښنا، د سونگ مواد او لويو لاريو جوړول شامل دي.
«هرڅه د سوريې د ژغورني له پاره»
شرکتونه بايد د مرستو تر صادراتو دمخه د امريکا له سوداگرۍ وزارت څخه جواز ترلاسه کړي. هر مورد بته په جلا جلا توگه بررسي کيږي. پر دې سربيره امریکايي شرکتونه کولای سي په سوريه کي په ځانگړو اقتصادي برخو کي د کارکولو له پاره د دغه هیواد ماليې وزارت ته د جواز اخيستلو غوښتنليکونه ورکړي.
هغوی يعنی دغه شرکتونه بيا کولای سي، چي د نفتو د برابرولو چي اپوزيسيون گټه ځني اخيستلای سي او دغه راز کرهڼه او مخباراتي برخو کي فعاليتونه وکړي.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري له خپل برتانيايي سيال ويليام هيگ سره ترليدني کتني وروسته وويل: «موږ هوډ کړی دئ، چي د سوريې په ژغورلو کي د اپوزيسيون ملاتړ وکړو.»
دا چي د اوباما اداره څه اقدامات په نظر کي لري، جان کيري ئې په اړه څه و نه ويل. واشنگټن دغه راز د هغه راپور په اړه هم په احتياط غبرگون وښود چي د دغه هيواد امنيتي سلاکار د سوريې اپوزيسيون ته د وسلو ورکولو خبره کړې وه.
خو فرانسه او بريتانيا بيا په دې نظر دي چي د سوريې اپوزيسيون ته بايد وسلې ورکړل سي. د فرانسې د بهرنيو چارو زوير لوران فابيوس د خپل هيواد له یوه تلويزيوني چينل (Franse 2) سره په خبرو کي وويل: «د مقاومت سرتيري بايد وسلې ولري، ځکه چي اسد له درنو وسلو، جنگي الوتکو او کيمياوي وسلو څخه کار اخلي.»
بريتانيا او فرانسه وايي، چي د ياغيانو او بشارالاسد ځواکونو ترمنځ بايد يو تعادل وساتل سي.