امريکا: پر افغان لويي جرگې اعتماد لرو
۱۳۹۰ آبان ۲۴, سهشنبهچارواکي وايي چي امنيتي ځواکونو هغه کس چي غوښتل ئې په کابل کي د لويي جرګې خيمې ته نزدې خپل چاوديدونکي مواد وچوي مخکي له مخکي وژلی دئ.
د دغه کس تر وژل کيدو وروسته د هغه دوه نور ملګري هم د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شول. تردې دمخه طالبانو ادعا کړې وه، چي د لويي جرګې د اخلال له پاره ئې يو پراخ پلان جوړ کړی دئ.
ټاکل سوې، چي لويه جرگه به سبا په کابل کي پيل سي. په دغي لويي جرګي کي به د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو تر منځ پر ستراتيژيک تړون خبري اتري وشي. په جرگه کي به شاوخوا ۲۰۰۰گډون وکړي.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند، مارک تونر، ويلي دي، چي افغانستان او امريکا سر نزدې ستراتيژيک ملګري دي. د هغه په وينا راروانه لويه جرګه به هم دغه خبره تاييد کړي.
«لويه جرګه يو افغاني فرهنګ دئ، چي موږ ورته ډير احترام لرو.»
تونر د لويي جرګې د امنيت په اړه څه و نه ويل. هغه دغه موضوع افغان دولت ته راجع کړه.
په رارواني لويه جرگه کي به د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ پر ستراتيژيک تړون خبري وسي. دغه تړون به د ۲۰۱۴کال وروسته د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ اړيکي تعريف کړي.
په ۲۰۱۴کال کي به د افغانستان ټولي امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سي او ټول بهرني جنګي ځواکونه به له افغانستان څخه خپلو هيوادونو ته ستانه شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل