1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پاکستان ته نوري څرخي الوتکي ورلېږلي

۱۳۸۹ مرداد ۲۱, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو په پاکستان کي د سېلاب ځپلو سره د مرستي د پاره نوري څرخي الوتکي ور ولېږلې.

https://p.dw.com/p/Om7v
په پاکستان کي سېلاب ځپلو ته د مرستي د رسولو په عملياتو کي ۶ امريکايي څرخي الوتکو برخه درلوده چي هغه د افغانستان څخه ور اوښتې وې.
په پاکستان کي سېلاب ځپلو ته د مرستي د رسولو په عملياتو کي ۶ امريکايي څرخي الوتکو برخه درلوده چي هغه د افغانستان څخه ور اوښتې وې.انځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس ويلي دي چي په پاکستان کي د سېلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو د رسولو دپاره يې هغه هيواد ته نوري څرخي الوتکي لېږلي دي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼي د خبر سره سم تر اوسه پوري په پاکستان کي سېلاب ځپلو ته د مرستي د رسولو په عملياتو کي ۶ امريکايي څرخي الوتکو برخه درلوده چي هغه د افغانستان څخه ور اوښتې وې.

اوس به دغه الوتکي بيرته افغانستان ته ور اوړي.

د ورځپاڼي په خبره ددغو الوتکو ځای به اوس هغه ۱۹ څرخي الوتکي نيسي چي د کراچي په بندر کي د WMC په نامه بېړۍ کي ولاړي دي.

د پاکستان حکومت د راپور له مخه د سيلابونو د قربانيانو شمېر ۱،۲ ميليونو انسانانو ته رسېدلی دی.

ملګرو ملتونو ويلي دي چي تر اوسه پوري ۱۶۰۰ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

اسلام آباد ويلي دي چي ددغو سيلابونو څخه ۱۴ ميليونه انسانانو ته زيانونه ور اوښتي، يا د هغوﺉ کورونه يا يې مځکي د منځه تللي دي.

ag/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکیم