1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا نه غواړی په افغانستان کي بندیانو ته د دعوي کولو حق قايل شي

۱۳۸۸ شهریور ۲۴, سه‌شنبه

څنګه اسوشیتيد پرس رپوټ ورکړی، د امریکي حکومت نه غواړي، هغه بندیانو ته چي د افغانستان د بګرام په هوايي ډګرکي د ترهګری په تور بندیان دی او شمير يی 600 ته رسيږی، د دغه هیواد په مدنی محاکمو کی ددعوي داقامه کولو حق ورکړي.

https://p.dw.com/p/Jh2F
بګرام: په افغانستان کې د امريکايي نظامي ځواکونو هوايی میدان او هم زندان
بګرام: په افغانستان کې د امريکايي نظامي ځواکونو هوايی میدان او هم زندانانځور: Google Maps/Digital Globe

په دی کار سره دامريکي دمتحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما دخپل سلف جورج ډبليو بوش لاره تعقيبوی.

په یوه طرحه کی چي د امریکی دمتحده ایالتونو دعدلي چارو دوزارت له خوا پرون په واشنګتن کی داستیناف يوی محکمي ته وړاندی شوی ، ويل شوی چی بګرام په فعاله توګه دجګړی یوه سیمه بلل کیږی او له همدي امله د بګرام د بندیخانی او د ګوانتانامو دپوځي بندیحاني تر منځ اساسی تو پیر لیدل کیږی. په تير کال کی دمریکي دمتحده ایالتونو دستری محکمي له خوا دګوانتانامو څوتنو بندیانو ته چی دترهګري په تور نیول شوی و، دا حق ومنل شو چی دوی کولای شی دامریکی دمتحده ایالتونو مدنی محاکمو ته خپل شکایت وړاندی کړی.

دامریکی دمتحده ایالتونو دعدلي چارو د وزارت دغه څرګندونه ددغه هيواد د سیمه ايز قاضي John Bates دهغي پریکړی په ځواب کی و چی دهمدی روان ميلادی کال داپريل به میاشت کي يی کړی وه او به دغه پریکړه کی ويل شوی و چي دبګرام به هوايی ډګر کی کوم بندیان چی دامریکایانو له خوا دترهګری په تور نيول شوی داحق لری چی دامریکی دمتحده ایالتونو په مدنی محاکمو کی دخپل بند له امله شکایت او دعوا وکړی . دامریکی دمتحده ایالتونو دسیمه ايز قاضي Bates نظر دا و چي د ګوانتانامو او د بګرام د بندیانو فقري او حالت سره ورته دی. خو د امریکی د متحده ایالتونو دعدلي چارو وزارت پرونی دريځ ښه يی چی دبګرام بندیانو ته داحق چي دامریکی دمتحده ایالتونو مدنی محاکمو ته خپل دبند له امله شکايت وړاندی کړی نه ورکول کیږی.

کله چی دامريکي دمتحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما داپریکړه وکړه چي دګوانتانامو پوځی بندیخانه دی تر يوه کاله بوری وتړله شی د ai دآلماني څانګی دلوی منشی په عقيده موخه يی داو چی دغه دبشري بنیادی حقونو دنه رعایتولو سمبول بايد له منځه ولاړ شی . خو دلته داخبره هم ديادونی وړ ده چی دبګرام په هوايي ډګر کی دبګرام بندیخانه هم دبشری بنيادي حقونو دنه رعایتولو يو بل تور سمبول دی ،او ويل کيږی چی په دغه بندیخانه کی دهغه 600 کسانو دپاره چی دترهګری په تور نیول شوی دنبد شرايط حتي دګوانتانامو دبندیخانی په پرتله لا پسي خرابه دی . دغه بندیان نه مدافع وکیلان لری او تر اوسه حتي دوی ته داحق هم نه ورکول کيده چی پو ښتنه وکړی ولی دوي دلته بندیان دی.

خو اوس دامریکي دمتحده ايالتونو حکومت غواړی دبګرام بندیانو ته پخپله به بګرام کی يو لړ حقوق ومنی .

مثلا دوي کولاي شي خپل دبند له امله ديوه پوځي جرګه ګي په وړاندی شکایت وکړي يا ديوه پوځی جرګه ګی له خوا به په منظم ډول سره دهريوه بندی دبند په علت باندی غور کوی او دهر بندي دپاره به دامريکا يو پوځی کارکونکی موظف وی چي هغه ته حقوقی مشوری ورکړی .

دغه خبره دامریکی دمتحده ايالتونو ددفاعی چارو دوزارت » پنتاګون « ویاند Bryn Whitman کړی او وايي چی دغه په اصطلا نوی مقررات دپنتاګون دهغه هڅو يوه برخه ده چی غواړی دبنديانودبند په شرايطو باندی غوروشی او ددوي دپاره آسانتیاوی برابري کړاي شی.

د بګرام په بندیخانه کی يو شمير بندیان د6 کالو څخه را پدیخوا بي سرنوشته ناست دی او دو ته دګوانتانامو دبندیانو په خلاف تر اوسه داحق هم نه ورکول کيده چي يو يو پوځي مدافع وکيل ونيسی او يا دا پوښتنه وکړی چی ولی او به کوم تور دی نیول شوي دی.

ضیاالحق فضلی
کتونکی: یحیی وردک