امريکا متحده ايالاتو په کابل کي خپل سفارت تړلی
۱۳۹۵ آبان ۲۳, یکشنبهد افغانستان په پلازمېنه کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت تړل سوی دی. دا د هغه څخه يوه ورځ وروسته چي په بګرام کي د امريکايي پوځ پر مقر خونړی بريد تر سره سو.
پر بګرام د بريد څخه تر مخه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۳مه نېټه) په مزار شريف کي د آلمان پر قونسلګرۍ هم يو خونړی بريد تر سره سوی ؤ چي پکښي تر ۱۰۰ څخه زيات انسانان ژوبل سوي او ۶ وژل سوي ول.
په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت خانې د شنبې په ماښام ناوخته يوه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلاميه کي راغلي چي سفارت «د ورځنيو له پاره تړل سوی دی.»
د متحده ايالاتو د سفارت د شنبې د ورځي په اعلاميه کي زياته سوې چي دغه تړل کېدنه «د يو مؤقتي امنيتي اقدام برخه ده». دغه غېر عادي فيصله په داسي حال کي سوې چي د بګرام بريد دوه امريکايي عسکر او دوه قراردانيان ووژل. د افغانستان و پلازمېني کابل ته نژدې د بګرام په امريکايي پوځي اډه ځانمرګي بريد يو شمېر نور انسانان ژوبل کړي هم ول.
په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت په دوامداره توګه امريکايانو ته و افغانستان ته له سفر څخه خبرداری ورکوي. وسله وال طالبان د تيرو ۱۶ کالو راهيسي د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد په جګړه بوخت دي.
د هغه څخه وروسته چي په ۲۰۱۴ کال له افغانستان څخه زياتره د جنګي ماموريت بهرني عسکر له افغانستان څخه ووتل او ناټو او امريکا په افغانستان کي د «قاطع ملاتړ» په نوم ماموريت ته ادامه ورکوي، په افغانستان کي تاوتريخوالی په تدريجي توګه زيات سوی دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.10.2015):