امريکا له زندان څخه په پټه بنديان ازاد کړي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبهدغه ورځپاڼي په خپل راپور کي د یوه امریکایي چارواکي په حواله چي نوم ئې نه دئ اخيستل شوی لیکلي دي چي د «ستراتیژیکي ازادۍ» په نوم د دغه پروگرام اجازه په تیرو کلونو کي د امریکایي چارواکو له خوا ورکړل شوې ده، چي د زندانیانو د تبادلې په بدل کي په ځینو نا ارامو ولایتونو کي د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړای شي.
د ورځپاڼي په حواله ځیني وخت ازاد شوي کسان داسي جنگیالي ول چي هغوی د مشروع سیستم له لاري د پوځي بند څخه نه شوای خلاصیدای، خو دغه وسله وال باید دا ژمنه وکړي چي د تاوتریخوالي څخه به لاس په سرکیږي.
خو ورځپاڼه وایي چي دغه امریکایي چارواکي دا خبره روښانه نه کړه چي ایا تر خلاصیدو وروسته دغه وسله وال کسان د متحده ایالاتو او افغان سرتیرو پر وړاندي په بریدونو کي ښکیل ول او که نه.
د ورځپاڼي د رپورټ په حواله د بندیانو د خلاصولو خبره په داسي وخت کي رامنځ ته کیږي چي په افغانستان کي د رواني جگړې د ختمولو له پاره هڅي رواني دي.
تر دې وړاندي د طالبانو له خوا د گوانتنامو په زندان کي د پنځو تنو بندیانو د خلاصیدو خبره شوې وه خو دا کار د متحده ایالاتو په دننه کي له سختو سیاسي فشارونو سره مخامخ شو.
د ورځپاڼي په حواله د گوانتانامو بر خلاف، د پروان له زندان څخه د بندیانو خلاصول د کانگریس تائید ته ضرورت نه لري او دا کار په پټه تر سره کیدای شي.
واشنگټن پوسټ په خپل رپورټ کي وړاندي کاږي چي د دغه پروگرام هدف په هغو سیمو کي د تاوتریخوالي ځپل دي چي ناټو نه ده توانیدلې چي امنیت ټینگ کړي. خو نوموړي امریکایي چارواکي دا نه دي ویلي چي تر اوسه د دغه پروگرام په ترڅ کي څومره بندیان ازاد شوي دي، خو چارواکو دا خبره کړې ده چي د دغسې قضیو شمیر ډیر لږ دئ.
د واشنگټن پوسټ په حواله د پروان له زندان څخه په پټه د بندیانو خلاصول باید د متحده ایالاتو د پوځي قوماندانانو او مدافع وکیلانو له لوري تائید شي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل