1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له روسيې سره پوځي همکارۍ ځنډولي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

په داسي حال کي چي روسيه په کريميا کي خپل پوځي زور ښيي، د امريکا متحده ايالات، اروپايي ټولنه او ناټو په دې تلاښ کي دي چي د پوځي زور زياتي مخنيوی وکړي. په پلان کي ده چي نن به کیري اوکرايين ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/1BJD4
انځور: Alexander Nemenov/AFP/Getty Images

د اوکرايين په نيمه ټاپو کريميا کي د اوضاع تر کړکیچن کیدو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېړي غواړي چي په کيف کي د انتقالي حکومت له استازو او پارلماني غړو سره ملاقات وکړي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د کېړي د سفر موخه «د امریکا متحده ايالاتو له خوا د اوکرايين د استقلال، حاکميت او ارضي تماميت ملاتړ» ښوول سوی دی. هغه دغه راز ټينگار کړی دی چي د اوکرايين خلک د خپلي راتلونکي د ټاکلو حق بايد ولري «او له دباندي څخه بايد پکښې لاسوهنه و نه سي».

اوکرايين ته د کېړي تر سفر د مخه سمدلاسه د امریکا متحده ايالاتو د روسيې پروړاندي خپله لهجه نوره هم تنده کړې ده. د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامن نتانياهو سره د ليدني کتني په حاشيه کي بارک اوباما وويل چي مسکو «د تاريخ په غلط اړخ کي قرار لري.» هغه زياته کړې ده چي که روسيه خپل اوسني دريځ ته دوام ورکړي نو کېدای سي چي دغه هيواد د «اقتصادي او ديپلوماتيکي» لحاظه په انزوا کي پاته سي.

امریکا پر بنديزونو باندي غور کوي

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت اوس پر يو شمېر بنديزونو باندي غور کوي. په دې کي د روسيې د نخبه وگړو شتمۍ کنگل کېدای سي او د ويزو محدوديتونه هم راتلای سي. واشنگټن کولای سي چي حتی د روسيې مالي موسسې تر هدف لاندي ونيسي.

په پوځي همکاريو کي ځنډ

د امریکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت پينتاگون اوس د روسيې له دفاع وزارت سره خپلي همکارۍ ځنډولي دي. پنتاگون په يوه وينا پاڼه کي ويلي دي چي په ځانگړې توگه په پوځي برخه کي دوه اړخيزه مجلسونه، پوځي پلانونه او د تمرينونو په برخه کي همکارۍ ځنډېدلي دي.

پنتاگون دغه راز ويلي دي چي دوی په سيمه کي حالات ډېر دقيق څاري او له خپلو نژدې همکارانو سره په تماس کي دي. پنتاگون د رسنيو هغه راپورونه رد کړی دي چي گويا د توري بحيرې پر لور يې جنگي کښتۍ لېږلي دي.

روسيې کريميا ته نور عسکر هم لېږلي دي

مسکو اوس هم د اوکرايين د کريميا په نيمه ټاپو کي خپل پوځي زور ته دوام ورکوي. په ملگرو ملتونو کي د اوکرايين سفير ويلي دي چي روسيې د فبرورۍ میاشتي له ۲۴ څخه دغي سيمي ته نزدې ۱۶۰۰۰ عسکر لېږلي دي.