1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له افغانستان سره د نورو مرستو اعلان وکړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

د امریکا د متحده ایالاتو وايي چي تر ۲۰۱۳ميلادي کاله پوري به د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کي له افغان حکومت سره شپږسوه ميليونه ډالر مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/14qzu
انځور: picture-alliance/ Photoshot

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليم براون په هرات کي د سفر پرمهال افغانانو ته د خپل هيواد د انسان دوستانه مرستو د لادوام ډاډ ورکړی دئ.

ویلیم براون فیلد، د هرات د والي داود شاه سبا، او د امریکا د متحده ایالاتو د قانون د ټنګښت سفیر مک فارلند، سره په يوه خبري غونډه کي د مخدره موادوسره د مبارزې په برخه کي د نورو مرستو اعلان وکړ:

«د امریکا متحده ایالاتو کانګرس، شپږ سوه ملیونه امریکايي ډالر په افغانستان کي د کوکنارو د کښت مخنیوي ته ځانګړي کړي دي. چي له دې څخه به ۱۰۰تر یونیم سل ميلیونه ډالره به واليانو ته په واک کي ورکړل شي، چي له کوکنارو پاکو سیمو کي ئې د بیارغوني په برخه کي مصرف کړي.»

د هرات محلي چارواکو خپل ولایت ته د امریکا د دغه لوړپوړو مامورینو د سفر هرکلی وکړ او هیله ئې لرله چي د سیمي د بیارغونې، مخدره موادو کارو بار او نورو امنیتی ستونزو مخنیوي کي به نړیواله ټولنه له افغانانو سره لا ګټوري پروژې پلي کړي.

د راپورونو پر اساس د افغانستان په یو شمیر ولايتونو کي د تیر کال په پرتله د کوکنارو کروندې سږ کال زیاتي لیدل شوي دي، چي لوی عوامل ئې ناامني، د خلکو بېوزلي او داسي نور ياديږي.

ډیری هغه کروندګر چي په مځکو کي ئې کوکنار کرلي دي دویچه ویله پښتو ويب پاڼي ته وويل، چي کوکنار له نادارۍ کري او باید حکومت ئې د بدیل کښت زمینه ورته برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د اړونده ادارې د یوه راپور پر اساس د افغانستان په یو شمیر ليري پرتو سیمو کي طالبان د کوکنارو کښت ته خلک هڅوي او د پیسو لویه برخه ئې هم د مافیايي کړیو او افغان حکومت مخالف وسله والو جبونو ته لویږي نه د افغان بزګرو.

په افغانستان کي د نشه يي موادو کښت او قاچاق نه يوازي د نړيوالو له پاره ستره ستونزه ده، بلکي پخپله د افغانانو له پاره هم ورځ تر بلي په يوې ستري ستونزي اوړي.

په دغه هيواد کي اوس شاوخوا يو ميليون انسانان په نشو اخته دي، چي د درملني امکانات ئې ډير لږ دي.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل