1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړی له ايران سره مخامخ خبرې وکړی

۱۳۸۷ بهمن ۸, سه‌شنبه

دامريکي دمتحده ايالتونو نوي ولس مشر بارک اوباما غواړی چی دايران په هکله هم يوه نوۍ سياسي تګلاره غوره کړي .

https://p.dw.com/p/Gh7Q
اوباما او د ايران نخشه
اوباما او د ايران نخشهانځور: AP / DW

په دی مانا چی بارک اوباما وايی کيدای شی ددواړو هيوادونو ترمنځ په مربوطو مسايلو اولانجو په اړه مخامخ خبري اتري وشي . په تيره بيا دايران داتومی پروګرام په هکله. لويديځ هيوادونه په تيره بيا دامريکی متحده ايالتونه په ايران باندی داګومان لری چی غواړی د اتومي انرژي څخه دسوله ايزو اهدافو دپاره دګټي اخيستلو په پلمه خپل اتومي پروګرام ته ترهغه حده پوري دوام ورکړی چی داتومي سلاو دجوړولو توان مندی پيدا کړی .

ددي دپاره چی په ايران کی داتومي سلاو دجوړولوداحتمالاتو مخنوی شوي وی ، دملګرو ملتونو ټولني پريکړه وکړه چي ايران دی د اورانيو م دپخولو څخه لاس واخلی او کله چي ايران دغۍ پريکړي دمنلو څخه سر وغړو نو ، دايران په ضد اقتصادي بنديزونه ولګول شول .

خو اوس دامريکی دمتحده ايالتونو نوی حکومت غواړی چی دتهديدونو او ګواښونو په ځاي له ايران سره مخامخ خبري وشي . په تيره بيا دايران داتومي پروګرام دلانجي په هکله . دملګرو ملتونو په ټولنه کي دامريکی دمتحده ايالتونو لوي سفيره سوسن رايس په دي اړوند وايي چي :


موږ به په دقيق ډول سره هغه پريکړه وکړو چی ضروري او اغيزمن وی ، تر څو چی په ايران باندی فشار ته دوام ورکړو او ايران دي ته راوهڅو چي خپل اتومي پروګرامه څخه تير شی . موږ به له ايرانه سره دډیپلوماسی ديالوګ لاره غوره کړو خو ددغه ديالوګ او پيغام موخه به داوی چی ايران ته بايد داخبره په ډاګه کړاي شی چی دغه هېواد بايده دي دامریکی دمتحده ايالتونواو دنړيوالي ټولنی په مقابل کی خپل مسوليتونه او زمنی تر سره کړي .

د امريکا د پخواني مشر بوش په وخت کې د امريکا او ايران اړيکې يوې جګړې ته نږدی وی
د امريکا د پخواني مشر بوش په وخت کې د امريکا او ايران اړيکې يوې جګړې ته نږدی ویانځور: AP Graphics

داچي دامريکي دمتحده ايالتونو نوي ولس مشر بارک اوباما دتهران حکومت ته دمخامخو خبرو اترو ړانديز کوی ، په حقیقت کی دايران په مقابل کی دامریکی دمتحده ایالتونو په سیاست کی يو ستر بدلون بلل کيږی . دامریکي دمتحده ایالتونو پخوانی ولس مشر جورج ډبليو بوش له دی سره مخالف وچی دايران داسلامي جمهوريت سره دی مخامخ خبری وشی. که څه هم اسرايل او ډير نور هیوادونه په ايران باندی دا ګومان لری چی دغه هېواد داتومی سلاو دجوړولو په لټه کی دی ،خو دايرا ن حکومت دغه خبره ردوی .

دايران د دولت مشر محمود احمدی نژاد چی ددغه هېواد دتند لارو سياست مداران په ډلی پوري اړه لری وايی چی دده هېواد هيڅکله داتومی سلاو دجوړولو په لټه کی نه و او ندی خو غواړی خپل اتومی پرګرام دسوله ايزو مخو دپاره پر مخ بوزي او هېڅوک به دوی له دغي لاری څخه وانړوي . کله چی احمدی نژاد په ايران کی دولس مشر به توګه ټاکل کيده ، به تيره بيا دا ژمنه يي کړی وه چی دهېواد دبيوزلو وګړو په ګټه به په دغه هېواد کی اقتصادی نوښتونه راځی خو تر اوسه دولس دغه هيلی ندی تر سره شوی ، بر عکس په دغه هېواد کی دپيسو ارزښت ورځ به ورځ رالويږی ، دشته منو کسانو شته منی ورځ په ورځ زياتيږی او خواران لاپسی خواريږی.