امريکا غواړي ، چي افغانستان ته نور3000 عسکر ولېږي
۱۳۸۶ دی ۲۰, پنجشنبهترڅو په نوي کال ګي د طالبانو د حملو او عملياتو مخنيوﺉ وکولاس سي.
د متحده ايالاتو ددفاع د وزارت يوه وياند وويل ، چي دغه ډول يو پيشنهاد به په راتلونکي کي ددفاع وزير روبرت ګېتس ته وسي . مخکي تر دې چي هغه ومنل سي ، ددفاع وزير به هغه په اساسي ډول سره وڅيړي. متځده ايالات په اوس وخت کي په افغانستان کي 27000 عسکر لري .
خو دا معلومه نده چي څه وخت به دغه نوي قوواوي افغانستان ته ولېږل سي. ناټو په افغانستان کي د جنګي طاقت د لوړولو او روزنيزو چارو دپاره د 7000 اضافه عسکرو غوښتنه کړې ده .
د بلي خوا د افغانستان حکومت هم نن د امريکا د متحده ايالاتو ددغه پلان څخه چي 3000 اضافه عسکر ليږي ،هرکلی کړی دی .د افغانستان ددفاع د وزارت يوه وياند ويلي دي، چي په اوس وخت کي موږ د سولي او امنيت د ټينګولو دپاره خارجي پوځونو ته ضرورت لرو . ځکه نو د قوواو د اضافه توب څخه هم موږ هرکلی کوو.
ده اضافه کړه ، چی د اوږدې مودې دپاره بايد دداخلي قواوو کيفيت او کمیت زيات سي، او ددغه کار د پاره هم دغه هيواد کومک ته ضرورت لري.