1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په افغانستان کې روسۍ الوتکې په امريکايي بدلوي

۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

د امريکا پوځ غواړي په افغانستان کې روسۍ څرخۍ الوتکې د امريکا په جوړ الوتکو بدلې کړي. د نوي بوديجې د وړانديز دا پريکړه په دې موخه شوې، څو پر روسي جنګي سامان آلاتو د افغانستان د اوږدې مودې اتکا کمه شي.

https://p.dw.com/p/2TQsi
US Militärhubschrauber UH-60 Black Hawk Ausschnitt
انځور: Getty Images/AFP/J. Yeon-Je

افغان هوايي ځواک چې ناټو يې روزنه او لارښونه کوي، يو څه پياوړی شوی، خو اوس يې هم ظرفيت دومره زيات نه دی چې له طالبانو سره د جنگيدو اړتياو ته ځواب ووايي.

اوس د امريکا دفاع وزارت د افغانستان له پاره د UH-60 تورو هاواک څرخۍ الوتکو د ۵۳ زړو ماډلونو د ترميمولو او عصري کولو له پاره د بودجې غوښتنه کوي، څو د روسیې له خوا د جوړو شويو Mi-17 څرخۍ الوتکو ځای ونیسي.

د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دونالد ترمپ بری او د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو د توديدو وړاندې ليد ښايي پر دې وړانديز يو څه اغيز وکړي، خو که چیري ومنل شي نو لګښت به یې سوونه ميليونه ډالر وي او د نويو طرحه شويو الوتکو له پاره به د سونو افغان پيلوټانو روزني ته اړتيا وي.

دمګړۍ کابو ۵۰ Mi-17 بار وړونکې روسۍ الوتکې د افغانستان د هوايي ځواک د ملا تير جوړوي، چې په هوايي ماموريتونو یعني د عسکرو د انتقال، د توکو د رسولو، د زخميانو د ليږد او د هوايي ملاتړ دنده ترسره کوي. له کلونو راهيسي سختو جگړو او اوږدو ماموريتونو پر دغو الوتکو اغېز کړی دی. خو امريکايان له روسیې سره د سړو اړيکو له کبله د دغو الوتکو د پرزو د برابرولو په برخه کې له ځينو قانوني خنډونو سره مخامخ دي.

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت وياند ادم ستومپ، وويل: «د دفاع وزارت دې نتيجې ته رسيدلی چې د امريکا خوړ څرخي الوتکو رانيول به د افغان هوايي ځواک د اړتيا د پوره کولو يو اوږد مهاله او دوامداره حل لاره وي.»

د نوي بوديجې غوښتنه

په روانه مياشت کې په نوې بوديجه کې د ۸۱۴ ميليون امريکايي ډالرو غوښتنه شوې ده چې د افغان هوايي ځواک له پاره د نويو الوتکو د چمتو کولو په برخه کې مصرف شي.

دغه نوې بوديجه به له افغان امنيتي ځواک سره په ۲۰۱۷م کال کې مرسته ۴،۲ ميليارد امريکايي ډالرو ته لوړه کړي.

په وړاندیز کې راغلي دي چېUH-60A  څرخۍ الوتکي چې د افغانستان له پاره په پام کې نيول شوي دي، به له امريکايي پوځ څخه واخیستل شي او بڼه به یې UH-60A مثبت ته بدله کړل شي، چې د ستومپ په وينا د افغانستان ستونزمن چاپيريال ته مناسبه ده.

ستومپ زياته کړه چې پوځي طراحان هيله لري چې د کانګرس تر تصويب وروسته به په دوو کالو کې تور هاواک الوتکې په افغانستان کې فعاليت پيل کړي.

په کابل کې افغان چارواکو ویلي دي چې دوی ته تر اوسه په رسمي توګه د دې پریکړې په هلکه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو دوی به یې هرکلی وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند محمد رادمنش، وويل: «دغه الوتکې مخکې هم په افغانستان کې ازمول شوي دي او زموږ له ځمکنيو پوځونو سره مرسته کولای شي.» خو د روسیې له خوا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده شوې.

نور مطالب: