1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي د نوي کال په پيل کي افغان مليشايي ډلي مسلح کړي

۱۳۸۷ دی ۵, پنجشنبه

د آلمان دخبر ي آژانس dpa په يوه رپوټ کي ويل سوي دي چي په افغانستان کي امريکايي پوځ غواړي د طالب جنګياليو سره د جګړې له پاره افغان مليشايي ډلي مسلح کړي

https://p.dw.com/p/GMuc
په 1998 کال کي ازبک مليشې د مزارشريف پر لور د حرکت پر مهال چي وروسته يو انساني ناورين رامنځته سو
په 1998 کال کي ازبک مليشې د مزارشريف پر لور د حرکت پر مهال چي وروسته يو انساني ناورين رامنځته سوانځور: AP

Dpa دغه خبر د New York Times ورځپاڼي په قول خپور کړی دي. لکه څنګه چي په خبر کي ويل سوي دي،د افغان مليشايي ځواکونو لومړي واحدونه به سر د نوي ميلادي کال څخه د وردګو په ولایت کي د طالبانو پر ضد پخپلو عملياتو پيل وکړي.

دا کار ځکه د وردګو د ولايت څخه پيل کیږي چي دغه ولايت دکابل دښار په لويديزه خواکي، کابل ته ډير نزدې ولايت بلل کيږي او په دې وروستيو وختونو کي طالبانو په دغه ولايت کي ډير پوځي بریالیتوبونه تر لاسه کړيدي.خو لکه څنګه چي نيويارک ټایمز ليکي،د امریکایانوددغه پلان سره ډير کسان مخالفت هم کوي.

امریکایانو دغه پلان چي بومي مليشايي ځواکونه دي دپاڅیدونکو پر ضد مسلح کړای سي او جګړو ته دي وګمارل سي د عراق په جګړو کي آزمويلي او بريالیتوبونه يې هم تر لاسه کړيدي.

نيويارک تايمز لیکي چي په عراق کي امريکايانو تر سلو زرو پوري سوني مذهبه مليشايي ځواکونه ددغه هیواد دمقاومت کونکو پر ضد مسلح کړي. او له همدې امله امريکایان په عراق کي پدې بريالي سوي چي په نسبي ډول سره هلته سوله او ثبات راولي.

خو دننه په افغانستان کي د امريکایانو ددغه پلانه سره ډير مخالفتونه ښودل کیږي. نيوارک تايمز ليکي : په تيره بيا دپښتنو نه به غير د افغانستان نور قومونه دا اندېښنه لري چي دغه مليشايي ځواکونه چي اکثريت به يې پښتانه وي دوی به دسيمي نور اوسيدونکي تر فشارلاندي ونيسي او سر بيره پر دې داخطر هم شته چي پښتانه دکابل دحکومت پر ضد را ولاړيږي او خپلي سلاوي د حکومت پر ضد استعمال کړي.

څو ورځي دمخه د امریکا دمتحده ايالتونو حکومت ددې اعلان کړي چي دوی به د راتلونکي کال تر دوبي پوري 30000 نور عسکر هم افغانستان ته واستوي او په دې توګه به په افغانستان کی د امریکايي وسله والو ځواکونو شمېر 60000 ته ورسيږي.

د امريکا نوي ولسمشر بارک اوباما، هم داخبره کړې چي په افغانستان کي د امنيتي وضع دخرابيدو له امله بايد په دغه هیواد کي دعسکرو په شمېر کي زیاتوالی راسي. امریکایان انديښنه لري چي په راتلونکي کال کي به په افغانستان کی نا آرامۍ او بې امنۍ لاپسي زياتي سي، ځکه چي طالبان له هره پلوه دپخواپه پرتله پیاوړي سوي دي.

2008 ميلادي کال په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو له پاره د تيرو اووکلونو په پرتله چي دغه هيواد ته نړیوال ځواکونه استول سوي د زياتو ځاني تلفاتوکال و. په دغه کال کي په افغانستان کي د 280 څخه زیات بهرني عسکر وژل سوي، چي د نيمايي څخه زيات يې امریکایان ول. په روان وخت کي د 38 هيوادونو څخه څه نا څه 70000 بهرني عسکر په افغانستان کي مېشت دي.