1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي د ايران سره په مستقيمه توګه خبري وکړي

۱۳۸۸ مهر ۲۷, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالتونو د مشر کېدو سره سم باراک اوباما په زياتو موضوعاتو کي د خبرو اترو پاليسي خپله کړه په کومو کښي چي د ايران موضوع هم راځي...

https://p.dw.com/p/KAGw
د بوش په پرتله د اوباما اداره هڅه کوي چي د ډيپلوماسۍ له لاري د تهران سره چلن وکړي
د بوش په پرتله د اوباما اداره هڅه کوي چي د ډيپلوماسۍ له لاري د تهران سره چلن وکړيانځور: picture-alliance/ dpa / DW-Montage

پسله دېرش کال څخه امريکا اوس د لومړي ځل لپاره د ايران سره په مستقيمه توگه د اي درې په چوکاټ کي خبري کوي. د اي درې چوکاټ له مخه د ايران سره په خبرو اترو کي المان، فرانسه، بريتانيه او درې وېټو ځواکونه چينو روسيه او امريکا بوخت دي. خو ددغو خبرو اترو په هکله اوباما له وړاندي لا ويلي وه چي آسانه به نه وي:

اوس وخت رارسېدلی دی چي بېرته د خبرو مېز ته را ورگرځو. د مېز پر سر خبري به هم وخت وغواړي او هم به آسانه نه وي او نه هم ما پدې هکله له وړاندي لا کوم شرطونه ايښي دي. ددې ټولو پر ځای زه غواړم چي دا خبره روښانه کړم چي د اړينو سوالونو د ځوابونو په تر لاسه کولو کي به يقينا څو مياشتي وخت ولگيږي.

واشنگټن يوه داسي تگلاره خپله کړېده چي له يوه اړخه ډېره سخته ده او هم نرمه. له يوې خوا واشنگټن پر تهران فشار اچوي چي داټومي انرژۍ د نړۍ والې ټولنې و څارونکو ته د خپلو اټومي دستگاؤ د نا څاپه ليدلو اجازه ورکړي نو له بلې خوا ورته د کومکونو او اقتصادي فايدو ژمنه هم کوي که ايران د يورانيمو غني کول ودروي او يا هم د ايران څخه دباندي خپل يورانيم غني کړي. پدې هکله د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هېلري کلنټن:

موږ دا هيله لرو چي ايران د ملگرو ملتنو د امنيت د شورا د دايمي غړو هيوادونو او المان سره گډ کار وکړي او د خپلو اټومي کارځاينو او نورو مربوطو ځايونو څخه د کنټرول اجازه ورکړي تر څو پدې هکله هيڅ شک پاته نسي چي پدغو ځايونو کي څه ډول کارونه روان دي.

امريکا دا غوښتنه هم لري چي د هغه اټومي کار ځای په هکله نړۍ وال خبر سي او ترې نه ليدنه وکړي د کوم څخه چي نړۍ څو وخت تر مخه خبره سوه. گرچه ايران دا مني چي يوه اټومي کارځای په مقدس ښار غوم کي لري خو وايي چي هغه صرف د ملکي موخو لپاره کار کوي او نه د پوځي.

د ايران په وړاندي د امريکا په اوسنۍ تگلاره کي روسيه مهمه رول لوبوي. بعضي کارپوهان داسي اټکل کوي چي باراک اوباما په شرقي اروپا کي د امريکايي راکټونو د نصبولو خپل تکل پدې بېرته منسوخه کړی ولي چي په بدل کي د روسيې څخه دا تمع لري چي هغه د ايران په وړاندي سخته لهجه خپله کړي.

د پردې شا ته امريکا پر ايران د سختو بنديزونو د لگولو چمتو والی نيسي که ايران د خبرو اترو د بندولو کوښښ وکړي او يا هم خپلې کړې ژمنې پوره نه کړي. خو کله چي د روانې مياشتي په مينځ کي مېرمن کلنټن په ماسکو کي وه نو يې وويل چي د سختو بنديزونو لپاره لا اوس ډېر وختي دی:

ايران د ملکي انرژۍ د اړتيا د پوره کولو لپاره د اټومي ټيکنالوژۍ د کارولو حق لري خو د اټوم بم د جوړولو حق نه لري. پدې هکله روسيه او موږ په يو آند يو.

پداسي حال کي چي روسيه د ايران لپاره د وسله خرڅوونکي هيواد په توگه ډېر اهميت تر لاسه کړی دی نو له بلې خوا چين و ايران ته د تجارتي اړيکو او انرژۍ د لېږدوؤنکي هيواد په توگه ډېر مهم هيواد گرځېدلی دی. او واشنگټن هم پدې ښه پوه دی چي د ايران په وړاندي سخت بنديزونه يوازي هغه وخت لگول کېدلای سي که د دواړه ستر هيوادونه چين او روسيه پدې کي رزاييت ولري.

خو د بوش په پرتله د اوباما اداره هڅه کوي چي د ډيپلوماسۍ له لاري د تهران سره چلن وکړي. د بېلگي په توگه کله چي روان کال په ايران کي د نوروز لمانځنې پېل سوې نو اوباما په يوه وينا کي د ايران خلکو ته د نوي کال مبارکي وويل چي له ډېرو لخوا وستايله سوله:

زه هغو ټولو انسانانو ته ښې هيلي او مبارکي وايم چي د ايران د نوروز لمانځنې کوي.

په ايران کي د اولس مشرۍ د ټاکنو پر وخت د ناقراريو د رامنځ ته کېدو راهيسي هم ښايي د ايران ريژيم زړه دې ته ښه نه کړي چي د حقايقو څخه سترگي پټي کړي. او د سولې د نړۍ واله جايزې څښټن باراک اوباما هم ښايي د خبر اترو د ناکامۍ په صورت کي بېرته د پوځي لاري پر ايران د فشار راوړلو ته مجبوره سي.

Scheschkewitz, Daniel/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل