امريکا غواړي د افغانستان د کنفرانس څخه په ګټه د ايران سره وږغيږي
۱۳۸۸ فروردین ۹, یکشنبهميک دوناف ايران په اشارې سره په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل:« زموږ هيله داده چي هغوی يعني ایرانيان دا ديوې موقع په توګه وويني تر څو په رغوونکې توګه دې موضع ته تماس ونيسي.».
د سپيني ماڼۍ يولوړ پوړي چارواکي پرون وويل چي د امريکامتحده ايالات هيله من دي چي د هالنډ په پلازمېنه دنهاګ کي چي د سه شنبې په ورځ نړيوال کنفرانس دايريږي،له ايران سره د افغانستان پر ځينو موضوعاتو باندتماس ونيسي.
ايران دپنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي هغه د ملګرو ملتو په مشرۍ نوموړي کنفرانس ته چي وړانديز يې د واشنګټن له خواسوی و، ګډون کوي. د افغانستان په دغه کنفرانس کي د نړۍ د شاوخوا 80 هيوادونو استازي برخه اخلي.
هغه يادونه وکړه:« په ايران کي د هيروينو ستونزي کولای سي چي په دې موضوع کي د خبروله پاره د همکارۍ يوه ښه موقع برابره کړي.»
ميک دوناف څرګنده کړه:« موږ ټول پوهيږو چي د ترياکو د سوداګرۍ عايد او د هيروينو قاچاق په خاصه توګه په جنوب کي افراطيون تمويلوي. په ايران کي د هيروينو د اعتياد په پام کي نيوني سره، زموږ په نظر هغه څه دي چي د( د دواړو هيوادنو تر منځ» د همکارۍ له پاره يوه موقع برابروي.»
د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت مرستيال مشاور زياته کړه چي جمهور رييس بارک اوباما به په راتلونکې اونۍ کي له اروپايي مشرانو سره په ليدنو کتنو کي د ايران په هکله هم خبري وکړي.ميک دوناف وويل:« موږ به په اروپا کي له خپلو متحدينوسره نه یوازي په افغانستان کي د ايران د همکارۍ پر سر خبري وکړو، بلکي د جمهور رييس اوباما په نظر چي ايران هم حق لري د نړيوالي ټولني يو غړی اوسي،هم ټينګار وکړو. خو له حق سره مسووليتونه هم جوخت دي، خصوصاً هغه چي د دغه هيواد په اټومي پروګرام پوري اړه نيسي.».
په دنهاګ کي د افغانستان په اړوند نړيوال کنفرانس کي به د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن او د ايران استازی به د يوه مېز تر شا سره ناست وي. خو تر اوسه پوري روښانه نه ده چي د ايراني پلاوي رياست به د چا په غاړه وي او نه هم د ايراني پلاوي او کلينټن تر منځ په دې غوڼده کي د مخامخ خبرو له پاره کوم پلان سوی دی.
RTRE / عبدالباري حکيم
کتونکی: زيارمل