1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا عراق ته ۳۵۰ اضافي عسکر لېږي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۱۲, چهارشنبه

د امریکا جمهور رئيس په عراق کي پوځي حضور پياوړی کوي. پر دې سربيره به يو سميه ييز ديپلوماتيک اتحاد هم د «اسلامي دولت» ډلي پرضد مبارزه کوي. اسلامي دولت ډلي پرون د يوه امريکايي ژورناليست د وژلو ويډيو خپره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1D5fI
انځور: dpa

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما لارښوونه کړې ده چي عراق ته دي ۳۵۰ اضافي عسکر ولېږل سي.

د سپيني ماڼۍ د معلوماتو له مخي دغه عسکر به په بغداد کي د ديپلوماتيکو ماموريتونو او ديپلوماتانو ساتنه کوي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کربي په خبره نزدې ۵۰ عسکر چي په بغداد کي مېشت ول، هغوی به نورو سيمو ته ولېږل سي.

د نورو اضافي عسکرو په لېږلو سره امریکا د عراق په شمال کي د اسلامي دولت ډلي پرمختگ ته غبرگون ښيي.

عراق ته د اضافي ځواک د لېږلو تر پريکړي لږ دمخه، افراطي اسلامي دولت ډلي داسي يوه ويديو خپره کړه چي پکښې په سوريه کي د تښتول سوي امريکايي ژورناليست «ستيفن سوتلوف» وژنه ښوول کيږي.

د امريکا حکومت ويلي دي چي د ويډيو د څرنگوالي په اړه به پلټني وکړي. خو د سوتلوف، کورنۍ په غير مستقيم ډول د ويډيو رښتينوالی تائيد کړی دئ.

له څو اونيو راهيسي امريکايي جنگي الوتکي د عراق په شمال کي د اسلامي دولت ډلي پر مرچلو باندي يرغلونه پيل کړي دي.

عراق ته د امريکايي عسکرو د لېږلو غوښتنه د امریکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا سوې او دفاع وزارت ئې د برابرولو چاري ترسره کړي دي.

د امريکا د دفاع وزارت په خبره، په عراق کي به شاوخوا ۸۵۰ تنه امريکايي عسکر ځای پر ځای سي.

«پياوړې سيمه ييزه همکاري»

پر دې سربيره به د امریکا متحده ايالاتو د پوځ يو لوړ پوړی استازی نژدې ختيځ ته سفر وکي، چي هلته د افراطي اسلامي ډلي پرضد «پياوړې سيمه ييزه همکاري» رامنځ ته کړي.

ويل سوي دي چي په بحراني سيمه کي به د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د دفاع وزير چاک هېگل او د ملي امنيت سلاکاره ليزا موناکو، د منځگړتوب دنده پرغاړه ولري.

د امریکا متحدو ايالاتو هوايي ځواک د اگيست مياشتي له لومړيو راهيسي د عراق په شمال کي د اسلامي دولت ډلي پرضد د کردانو د «پيشمرگي ملېشې» او حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.

د دغو هوايي يرغلونو يو ستر هدف موصل ښار ته نژدې د اوبو په يوه بند کي د اسلامي دولت ډلي مېشت ځای دئ.