1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا، عراق ته ۳۰۰ نور عسکر لېږلي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۱۰, سه‌شنبه

په عراق کي د داعش ډلي د زورزياتي په اړه اندېښنو ته په کتو سره امريکا متحده ايالاتو دغه هيواد ته ۳۰۰ نور عسکر له هلي کوپترو او بې پيلوټه الوتکو سره لېږلي دي. تر دې دمخه هم امریکا د نزدې ۲۵۰ عسکرو د لېږلو خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/1CTAZ
انځور: picture-alliance/AP

امريکا په عراق کي خپل ځواک ډېر کړ. د واشنگټن چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جون ۳۰مه) ويلي دي چي عراق ته يې د دغو سرتيرو په لېږلو سره د ځواکونو شمېر ۷۰۰ تنو ته ورسېد.

ويل کيږي چي دغه امريکايي ځواکونه به په ټول عراق کي د امريکايي کارکوونکو، سفارت او د دغه هيواد د نړيوال هوايي ډگر امنيت ساتي.

وروسته له هغه چي په عراق کي د داعش (د عراق او شام اسلامي دولت) وسله والي ډلي پرمختگ ډېر سو او نه يوازي د عراق، بلکي د سيمي له پاره يې امنيتي اندېښنې را وپارولې امریکا عراق ته يوار بيا وسله وال ځواک ولېږه. امريکايي عسکر درې کاله دمخه له دغه هيواد څخه په بشپړه توگه وتلي ول.

رويترز خبري آژانس د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت په حواله ليکلي دي چي نزدې ۲۰۰ عسکر د يکشنبې په ورځ او نور د دوشنبې په ورځ عراق ته رسېدلي دي.

په داسي حال کي چي امريکا د دغو عسکرو لېږل په عراق کي د خپلو وگړو او سفارت د ساتني له پاره بولي، يو شمېر کارپوهان وايي چي امريکا په دې سره د داعش ډلي پرضد هوايي بريدونه پلانوي.

خو یوه امريکايي چارواکي له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کي ټينگار کړی دی چي د عسکرو لېږل پر داعش ډلي باندي د هوايي بريدونو له پلانولو سره تړاو نه لري.

دغه راز د راپورونو له مخي امريکا په دې تلاښ کي ده چي د عراق په کردستان کي د گډو عملياتو يو مرکز جوړ کړي. دا به په تيره يوه مياشت کي د گډو عملياتو دوهم مرکز وي چي په عراق کي جوړيږي.

په جون مياشت کي تر ۲۴۰۰ زيات انسانان وژل سوي

د ملگرو ملتونو د يوه رپوټ له مخي يوازي د روان کال په جون مياشت کي په عراق کي ۲۴۰۰ انسانان وژل سوي دي چي دا په دغه کال کي تر ټولو خونړۍ مياشت بلل سوې ده.

د عراق له پاره د ملگرو ملتونو ماموريت د سه شنبې په ورځ په يوه خپره کړې بيانيه کي ويلي دي چي په دغه هيواد کي لږ تر لږه ۲۴۱۷ کسان په تروريستي بريدونو کي وژل سوي دي.

په بيانيه کي راغلي دي چي د وژل سوو کسانو ۱۵۳۱ ملکي وگړي او ۸۸۶ تنه يې د امنيتي ځواک غړي دي. ويل سوي دي چي نزدې ۲۲۸۷ نور عراقيان ټپيان سوي دي.

ملگرو ملتونو ويلي دي چي په دغو شمېرو کي د انبار ولایت چي د ياغيانو په کنترول کي تلفات شامل نه دي.