1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: روسيې د سوريې پر ښوونځيو بمونه غورځولي دي

۱۳۹۴ دی ۹, چهارشنبه

امريکا متحده ايالاتو پر روسيې لوی تورونه لګولي دي. واشنګټن پر ماسکو تور لګولی چي په سوريه کي يې پر ښوونځیو، بازارونو او طبي مراکزو بمونه غورځولي او په سلهاو ملکيان يې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1HVyF
انځور: picture-alliance/dpa/Russian Defence Ministry

د امريکا د متحده ايالاتو له خوا پر روسيې تور لګول سوی چي يه سوريه کي يې په سلهاو ملکيان د بمباريو په ترڅ کي وژلي دي. واشنګټن ويلي دي چي د مسکو جنګي الوتکو په سوريه کي ښوونځي، بازارونه او طبي مراکز په نخښه کړي دي.

ويل سوي چي د روسيې د بمباريو له کبله د نومبر مياشتي په لومړۍ نيمايي کي تر ۱۳۰ زرو څخه زيات سوريايان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ سوي دي. د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو، د بشري حقونو د څار سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو له پاره د سوريې ډلې هم پر روسيې تور لګولی وو چي په سوريه کي يې په خپله بمبارۍ کي ملکي کسان وژلي دي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چي جان کېري د دوشنبې په ورځ د خپل روسي سيال سره خبري وکړې. زياته سوې چي کېري په دغو خبرو کي د روسيې له خوا په سوريه کي د ملکي ځايونو په نخښه کولو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړه.

روسيه وايي چي د سوريې د ولسمشر بشارلاسد سره د جهاديانو پر ضد جګړه کي مرسته کوي. خو د امريکا په مشرۍ پوځي ائتلاف پر ماسکو تور لګوي چي د بشارالاسد د رژيم د تقويه کولو له پاره هغه ياغي ډلې په نخښه کوي چي د لويديځ له خوا ورسره مرسته کيږي.