امريکا د ISI څخه د مرستي غوښتنه کړې
۱۳۹۰ آبان ۹, دوشنبهدغه ورځپاڼه وايي، چي دغه وړانديز يوه مياشت وروسته تر هغه څرگنديزي چي د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اباما ادارې، د پاکستان استخباراتي شبکه په دې تورنه کړه، چي د حقاني شبکې سره اړيکي لري.
ورځپاڼه وړاندي کاږي، چي دغه نوی نزدې توب په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي، چي تر دې د مخه د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد د « جګړې، خبرو اترو او بيا رغوني» ږغ کړی وو، خو پردې سربيره يې پردې خبره هم ټينګار کړي وو، چي د پاکستان استخباراتي شبکه، آی ايس آی دي هغوی د خبرو اترو مېز ته کښېنوي.
د امريکا د بهرنيو چارو لوړپوړي چارواکي، د هيلري کلنټن، په شمول تيره اونۍ په يو دوه ورځني رسمي سفر پاکستان ته تللي ول، تر څو پر پاکستان فشار راوړي چي د اورپکو پر ضد په خاصه توګه د حقاني شبکې پر ضد عمليات تر سره کړي.
د نوموړي ورځپاڼي په وينا د آی ايس آی ځيني کړۍ د طالبانو سره په خبرو اترو کي لږ ګټه ويني، ځکه چي د افغانستان څخه د ايتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته هغوی (پاکستان) په افغانستان کي د خپل نفوذ له پاره دغو ډلو ته د يوې سرمايې په توګه ګوري.
امريکا په داسي وخت کي د خبرو اترو له پاره خپلي هڅي کوي، چي د راروان کال د سپتمبر تر مياشتي د افغانستان څخه خپل ۳۳زره سرتيري را باسي.
د بله اړخه په سپينه ماڼۍ کي هم لږ داسي هيلي را پيدا سوي، چي د بن د غونډي د مخه د طالبانو سره خبري اتري و سي. د بن غونډه د روان کال د ډسمبر پر ۵نيټه د المان په بن ښار کي کيدونکې ده.
خو نيويارک ټايمز زياتوي، چي حتي د اوباما په اداره کي دننه په دې اړه ژوري انديښنې سته چي پاکستان خپله ستراتيژي لا پسي پياوړې کړې ده.
يو لوړپوړي امريکايي چارواکي د پاکستان سياست په دې ټکو کي رانغاړلی دی: « اوربند، خبري اتري، د امريکايي ځواکونو وتل.»
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل