1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د چين سويلي سمندر کې حضور ته دوام ورکوي

اژانسونه۱۳۹۴ آبان ۱۷, یکشنبه

د امريکا متحده آيالات د چين د اخطارونو سربېره د چين په سويلي سمندر کې خپلو ګزمو ته دوام ورکوي. د دفاع وزير، اشتون کارتر، وويل چې هېواد يې غواړي د کښتيو آزاد تګ راتګ تضمين کړي.

https://p.dw.com/p/1H1oZ
انځور: Reuters/U.S. Navy

کارتر د متحدو آيالاتو د کليفورنيا آيالت په سيمي دره سيمه کې د کارپوهانو په يوه کنفرانس کې په دغه سمندر کې د چين د ملکيت د دعوو «چټکتيا او کچې» او همداراز د پوځي تاسيساتو پراخولو له کبله اندېښنه څرګنده کړه. د چين په سويلي سمندر کې د يوې امريکايي جنګي کښتۍ د حضور له کبله د راټوکېدلې لانجې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سمندري ځواکونو مشرانو ويډيويي خبرې اترې وکړې. پکينګ په دې لړ کې له غوڅو الفاظو څخه کار واخيست.

د ټاپوګانو پر سر شخړه لا ترېنګلې شوې ده

په دې ترتيب د هغو هېوادونو تر منځ د «ناسمو سنجښتونو او نښتو» خطر زياتيږي چې د چين په سويلي سمندر کې د پرتو ټاپوګانو دعوه لري. چين له ټايوان، بروناي، ملايزيا، ويټنام او فيليپن سره د ډېرو کلونو راهيسې د سپرېتلي په نوم ټاپوګانو په سر سيالي کوي. هغه د چين په سويلي سمندر کې پراته خواره واره او ډېر واړه ټاپوګان دي. پکينګ هلته د مرجانو له غونډيو څخه مصنوعي ټاپوګان جوړوي. په يو ټاپو کې داسې برېښي چې د الوتکو د کېناستلو او الوتنو له پاره يوه ځغاست ليکه هم د جوړېدو په حال کې ده. واشنګټن په وار وار د پکينګ له خوا شوې د ملکيت دعوې په دغه سيمه کې رد کړې دي.

کارتر د پنجشنبې په ورځ په سيمه کې پرتې د «يو اس اس روُزوېلټ» په نوم له جنګي الوتکو لېږدونکې کښتۍ څخه ليدنه کړې وه. په دغه لويه کښتۍ کې د امریکا متحدو آيالاتو د دفاع وزير، د چين کړو وړو ته د اندېښنې په سترګه وکتل. د دغې لويې کښتۍ حضور په سيمه کې کارتر د خپلو ځواکونو د «قاطع نقش يوه نښه» وبلله.

له چين څخه خبرداری

د چين د دفاع وزير، چانګ وانکوان لا وړاندې ټينګار کړی و چې د متحدو آيالاتو حکومت د خپل سمندري ځواک په فعاليتونو سره په سيمه کې سولې ته ګواښ پېښوي او دا چې امريکايان بايد په راتلونکي کې له ټولو داسې هلو ځلو لاس واخلي چې د چين ملي واکمنتوب ته خطر لري. کارتر غبرګه کړه چې د چين کړه وړه به په دې مورد کې وښېي چې دوی له سولې او امنيت سره څومره لېوالتيا لري او دا چې آيا خپل مسووليت به ادا کړي، که څنګه. د متحده آيالاتو الوتکه لېږدونکې کښتۍ له سپرېتلي ټاپوګانو څخه ۳۷۰ کيلوتره لېرې ګرځېده په داسې حال کې چې کارتر ورباندې حضور لاره. هغه د «يو اس اس لاسن» په نوم له يوې بلې جنګي بېړۍ څخه بدرګه کېده، چې لا وړاندې سيمې ته استول شوې وه. لانجمن ټاپوګان په نړۍ کې د کښتيو د تګ راتګ په يو تر ټولو مهمو مسيرونو کې پراته دي چيري چې د تېلو او ګازو د زېرمو شتون هم اټکل شوی دی.