1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د پاکستان سره په مليارډو ډالره کومک کوي

۱۳۸۸ مهر ۲۴, جمعه

واشنګتن غواړی په دې ډول د پاکستان د حکومت ملاتړ وکړي چې په دې وروستيو وختوکې يې په هيواد کې د زورزياتۍ د يوې څپې له کبله هم ټکان خوړلی دی

https://p.dw.com/p/K819
د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشی او د امريکاسناتور جان کيری
د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشی او د امريکاسناتور جان کيریانځور: AP

د امريکې حکومت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره 7.5 مليارده ډالره د اقتصادي او ټولنيزو مرستندويو پروګرامونو لپاره د پاکستان په اختيار کې ورکوي . د امريکې د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما د دې اړوند قانون د پنجشنبې په ورځ لاسليک کړ.

په دې وروستيو وختوکې په پاکستان کې زورزياتيو ډير زور اخيستی دی . يوازي په لاهور کې د پنجشنبې د ورځي د چاودنو له کبله 39 تنه ووژل شول . پاکستان په تيره بيا د هيواد په شمال لويديځ او له افغانستان سره په پولو کې د غير په علاقو کې د اسلامی بنسټپالو په وړاندي جګړه کوی . امريکا خپل متحد ته په ملياردونو پوځی مرسته هم ورکوی.

د روان کال د اپريل په مياشت کې په ټوکيو کې د مرسته رسوونکو هيوادونو په کنفرانس کې، پاکستان ته د لوږي او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د نړيوالي ټولني لخوا د څه د پاسه پنځه مليارده ډالرو پريکړه وشوه ،چې له انتظار څخه لوړه وه . په دغه کنفرانس کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشی ډيره زياته خوښی څرګنده کړه . تر هغه مخکي د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداري په يوه هيجانی او احساساتی وينا کې د 31 هيوادونو او18ټولنو له استازو څخه د ملاتړ غوښتنه کړې وه .

ده ويلی وه، « زه احساسوم چې تاسو موږ ته نوې هيله رابخښۍ .»

په دغه کنفرانس کې دجهاني بانک مرستيالې ايزابل ګوريرو وويل چې مرستي بايد په لومړۍ ليکه کې هغو بې وزلو ته ورسول شی چې د خوراکی موادو او تيلو ترکړکيچ وروسته دادی اوس د بين امللي اقتصادي کړکيچ د عواقبوله امله په ځانګړي ډول ځوريږی . د تير کال په مني کې پاکستان له دې امله د بانکروټ يا افلاس څخه بچ شو چې دجهاني بانک څخه يې 7.6 مليارده ډالره کريډت يا پور تر لاسه کړ.

د جرمني د پراختيا او همکاری وزيري هايده ماري ويڅوريک د کنفرانس پر وخت له پاکستان څخه هيله وکړه چې داسلامي ترهګرۍ پر ضد مبارزه لاسخته کړي . د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند دغې سياستوالې دغه راز د برلين راډيو ته وويل چې پاکستان بايد ځان د واک غوښتني په جګړه کې ښکيل نه کړی . دې غوښتنه وکړل چې تر ټولو لومړی بايد د افغانستان او پاکستان د پولي د دواړو خواوو څخه له بې ځايه شويو کډوالو سره مرسته وشی.

د اکتوبر پر ۱۵ په لاهور کښي چاودنه
د اکتوبر پر ۱۵ په لاهور کښي چاودنهانځور: AP

دادی دهغو وعدو سره سم چې نړيوالي ټولني په تير اپريل کې په ټوکيو کې له پاکستان سره شوې وې، د امريکې ولسمشر د 7.5 ملياردو ډالرو چک امضأ کړ.

د پنځو کلونو په اوږدو کې به هرکال يونيم مليارده ډالره پاکستان ته په واک کې ورکړل شی چې خپل ملکی اقتصاد بيرته پياوړی کړی.

د امريکې سناتور جان کيری د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرشاه محمود قريشی سره په واشنګتن کې وليدل .

په واقعيت کې بايد قريشی ممنون وای . مګر دﺉ د امريکې د متحدو ايالتونو پلازمينې ته د منني لپاره نه دی راغلی . دی غواړی شکايت وکړی او وايی : ما خپله انديښنه په ښکاره ډول بيان کړه.

د امريکې کانګرس خپل کومکونه په شرطونو تړلې دی . امريکا له پاکستان څخه غوښتنه لری چې د دغو پيسو په مقابل کې د ترهګری پر ضد د مبارزې ، نورو هيوادونو ته د وسلو د ليږلو پر بندولو او د خپل پوځ د لا ښه کنترول لپاره بايد فعاليت وکړی.

واشنګتن پست له اسلام آباد څخه د غبرګونو په اړه ليکي چه د پاکستان خلک له دې امله چې، د کانګرس غړي په دې ډول نورو هيوادو ته ښيي، څشی وکړي، او تړون يې هم د شرطونو سره تړلی دی، ځان تحقير شوي احساسوي . اود دې پر ځای چې د امريکا له ملګرتيا او مرستو څخه هرکلی وشی، د امريکې د مداخلو له کبله په قهر دي.

شميت / سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري