1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د پاکستان د اټومي وسلو د مخنيوي کوښښ کاوه

۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبه

محرمو اسنادو ښودلې، چي د امريکا متحده ايالاتو په ۱۹۷۰ کلونو کي يوه پټه ديپلوماتيکي مبارزه پيل کړې وه تر څود پاکستان د اتومي وسلو د جوړولو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/124mr
د امريکا پخوانی ولسمشر جيمي کارتر په پاکستان کي
د امريکا پخوانی ولسمشر جيمي کارتر په پاکستان کيانځور: picture-alliance / dpa

د امريکا د متحده ايالاتو د هغه وخت د ولسمشر جيمي کارتر، چارواکو د پاکستان د تګلاري په اړه د ويري احساس ښودلی و، او کوښښ يې کړی تر څو پاکستان تر فشارلاندي وساتي، چي په خپل دغه چلند کي بدلون راولي.

د ۱۹۷۸م کال د نومبر په مياشت کي په يوه پټ ليک کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير کريوس وينسي په ختيځه اروپا، استراليا، کاناډا او جاپان کي د خپلو ديپلوماتانو څخه غوښتي، چي دغه هيوادونو ته بايد خبرداری ورکړل سي، چي پاکستان يا د هغوی پټ مخبران د اټومي وسلو، د جوړولو په لټه کي دی.

وينسي دا خبره منلې چي پاکستان د خپل دښمن هند څخه تشويق سوی وو، خو د خطر زنګ هغه وخت وهل سوی وو، کله چي دا ويره پيدا سوه، چي هغه وخت د پاکستان لومړي وزير ذوالفقار علي بهټو به اټومي وسلې د اسلامي هيوادونو سره شريکي کړي.

په افغانستان کي د شوروي اتحاد تر بريد او په ايران کي د لويديځ پلوه ايراني پاچا تر له منځه تلو يو کال ترمخه، وينسي ليکي:« په منطقه کي د ثبات او زموږ د اټومي سلاح ګانو د مخ نيوي هدف پراساس دا ضروري ده چي د پاکستان مخه ونيول سي.»

د وينسي په وينا همدا راز انګلستان هم کوښښ کړی، چي د پاکستان د اټومي سولو د جوړولو مخه ډب کړي، او د هغه خاصو موادو چي د يورانيم په غني کولو کي تري ګټه اخيستل کيږي پر تجارت بنديز لګولی وو.

پاکستان په ۱۹۹۸کلونو کي د اټومي بم د جوړولو کاميابه ازموينه ترسره کړې وه. پاکستاني ساينس پوه قدير خان، چا چي دغه بم جوړ کړی وو په هالنډ کي هم حساسي ټيکنالوجي ته لاس رسی درلود.

خان په ۲۰۰۴ م کال کي په دې تورن سو چي هغه د اټومي وسلو دغه رازونه پر ايران، ليبيا او شمالي کوريا خرڅ کړي دي.

په دغه خپاره سوو اسنادو کي ويل سوي، چي پاکستان غوښتل د خپلو اټومي وسلو د جوړولو کار ته ادامه ورکړي. فرانسې په لومړي سر کي له دغي پروژې څخه ملاتړ کاوه خو په ۱۹۷۸م کال کي يې ددې پروژي د ملاتړ څخه لاس واخستی.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: احمد ولي اڅکزي