1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د يمن پر لور دوې نوري جنگي کښتۍ لېږلي

dpa, afp, rtr/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

د يمن کړکېچ د ختمېدو اټکل نه کيږي. امريکا متحد ايالات دغي سيمي ته نوري جنگي کښتۍ لېږلي دي. سعودي عربستان بيا پر حوثي ياغيانو خپلو هوايي بريدونو ته دوام ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/1FBTS
انځور: Kitwood/Getty Images

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت يوه وياند په واشنگټن کي ويلي دي چي يمن ته ئې دوې نوري جنگي کښتۍ لېږلي دي. دغه جنگي الوتکي وړونکي بېړۍ چي يوه ئې «USS Theodore Roosevelt» او بله ئې «USS Normandy» نوميږي، له فارس خليج څخه عرب درياب ته لېږلي دي.

د پنتاگون وياند زياته کړې ده چي د دغو کښتيو د لېږلو هدف دا دئ چي په سیمه کي د «حمل و نقل مسير» خوندي وساتل سي.

له حکومتي کړيو څخه ويل سوي دي چي که چيري په يمن کي وضعيت نور هم خراب سي نو د دغو جنگي بېړيو حضور به په سيمي کي امريکايي سياستوالو ته يو اضافي اپشن وي.

د دغه غريب عربي هيواد ساحل ته نژدې ۷ نوري جنگي امريکايي کښتۍ هم په گښت کي دي. پنتاگون د «وال ستريت ژورنال» هغه راپور رد کړی دئ چي ليکلي ئې ول، دغه دوې نوري کښتۍ له دې ويري د يمن خواته لېږل سوي دي، چي داسي نه چي ايران په يمن کي حوثي ياغيانو ته وسلې ولېږي.

په ځانگړې توگه سعودي عربستان بيا پر ايران تور لگوي چي د يمن حوثي ياغيانو ته پوځي روزنه او وسلې ورکوي. ايران دغه تورونه نه مني او د راپورونو له مخي څارونکي هم شک لري چي ايران دي په يمن کي پر حوثي ياغيانو باندي اغېزه ولري.

حوثي ياغيانو په يمن کي نوري سمي هم نیولي دي او سعودي عربستان ته د تښتېدلي جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي له پلويانو سره ئې جگړو ته دوام ورکړی دئ.

په بمباريو کي مرگ ژوبله

د مارچ مياشتي له وروستيو راهيسي سعودي عربستان په يمن کي د حوثي ياغيانو د نور پرمختگ د مخنيوي له پاره پر دغو ياغيانو باندي هوايي بمبارۍ پيل کړي دي. امريکا متحد ايالات دغه ايتلاف ته وسلې ورکوي او له دوی سره استخباراتي معلومات شريکوي.

د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان هوايي ځواک د يمن په پلازمېنه صنعا کي پر يوې پوځي اډې باندي په يرغل کي څو تنه ملکي کسان وژل سوي دي.

ويل کيږي چي په دغه يرغل کي له ۱۸ څخه تر ۴۰ کسان پوري وژل سوي دي. دغه شمېرې تر اوسه پوري د کومي خپلواکي سرچينې له خوا تائيد سوي نه دي.

د سولي د کنفرانس هلي څلي

د جرمني حکومت تلاښ کوي چي د دغه کړکېچ د ختمولو له پاره يو نړيوال کنفرانس را وبولي. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير په لوکسامبورگ کي له خپلو اروپايي سيالانو سره په ليدنه کتنه کي ويلي دي چي «يوه مهلت او سياسي خبرو اترو ته اړتيا ده.» هغه زياته کړې ده «دغه کړکېچ له پوځي لاري حل نه لري.»