1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د ناټو غړي هيوادونه بايد په پوځي بودجو کي ډيره سپما ونه کړي

۱۳۸۹ خرداد ۱۹, چهارشنبه

المان او د برتانيې نوي اتلافي حکومت اعلان کړی دی، چي غواړي خپلي پوځي بودجې کمي کړي.

https://p.dw.com/p/NloJ
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت گېټس
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت گېټسانځور: AP

خو امريکايان داښه کار نه بولي او له دې څخه انديښمن دي، چي دغه سپما به په افغانستان کي دناټو دپوځي ځواکونو د کمزورۍ سبب سي.

د رويترس خبري آژانس ليکي،چي امريکايان په دې عقيده دي چي که چيري په پوځي بودجو کي دسپماو په خاطر د عسکرو په شمير کي کموالي راسي نودا به ښه عواقب ونلري.

د امريکا د دفاع وزير رابرټ گېټس تيره ورځ په لندن کي ويلي دي چي، ښه به داوي چي په لومړي سرکي په نورو برخو کي دسپما څخه کار واخيستل سي.

د امريکا متحده ايالتونه ددي ويره لري، چي که چيري د ناټوغړي هيوادونه په تيره بيا آلمان او لويه برتانيه، چي دخپلو دولتي بودجو د کسرونو دکمولو دپاره سپما ته اړ دي او دا کار په پوځي بودجوکي وکړي، نوکيدای سي، چي دوئ خپل پوځي ځواکونه په افغانستان يا نورو سيمو کي کم کړي، چي داکار به ددې سبب سي، چي د امريکا متحده ايالتونه دغه نيمګړتياوي پوره کړي.

خوخبره د اده چي د امريکا متحده ايالتونه هم دسختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. ددغه هيواد دبودجې کسر 1,75 بليونو ډالرو ته رسيږي، چي دوئ هم بايد نه يوازي په ملکي بلکي په پوځي چارو کي سپماوي وکړي.

د آلمان ددفاع وزارت د روان ميلا دي کال تر سپټمبره پوري دامسئله روښانه کړې چي، که چيري ددغه هيواد دپوځي ځواکونو په شمېر کي تر40000 تنو پوري کموالي راسي، وروستي عواقب به يې څه وي؟

د امريکي د متحده ايالاتو ددفاع وزير رابرت ګېټس وايي چي، ډير شمېر هيوادونه د اقتصاد او دبودجي د کسر د ستونزو سره مخامخ دي.

گېټس وايي، مخکي تر دې چي د عسکرو په شمېر کي کموالی راسي بايد د امریکا د متحده ايالاتو ملگري هيوادونه په لومړي سر کي د سپما نور امکانات ولټوي.

د روبرت ګېټس په عقيده نه يوازي داچي د ناټو غړي هيوادونه بايد د خپلو عسکرو د شمېر د کمولو مخه ونيسي،بلکي بايدهڅه وکړي، چي دسلاو د نوي سيسټمونو دتهيه کولو په لاره کي سپما ونه کړي.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل