1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د لوتر کينگ تر رويا پنځوس کاله وروسته

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۶, چهارشنبه

مارتین لوتر کینګ جونیور، په خپلي تاریخي وینا «زه یوه رویا لرم» سره تاریخ جوړ کړ. خو اوس چې له دې وینا څخه پنځوس کاله تیر شوي دي بیا هم تور پوسته امریکایان او نور اقلیتونه په امریکا کې له نژادي تبعیض سره مبارزه کوي.

https://p.dw.com/p/19Y5V
ARCHIV - Der amerikanische Führer der Schwarzen, Dr. Martin Luther King, winkt am 28.08.193 von der Lincoln Gedächtnisstätte in Washington den Demonstranten zu. Die Bürgerrechtslage für Afroamerikaner hat sich seit der berühmten Rede von Martin Luther King 1963 deutlich verbessert. Doch der Rassismus in den USA gehört längst nicht der Vergangenheit an. Foto: dpa (zu dpa-Themenpaket ««Noch nicht angekommen» - Rassismus in den USA 50 Jahre nach King» vom 27.08.2013) +++(c) dpa - Bildfunk+++ ***FREI FÜR SOCIAL MEDIA***
Martin Luther King I have a dream Rede USA Washington D.C. 1963انځور: picture-alliance/dpa

تیلر په واشنګټن کې د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر لینکولن، مجسمې ته نزدې ولاړ دی. په همدې ځای کې پنځوس کاله مخکې د ۱۹۶۳ کال د اګست میاشتې پر ۲۸ نیټه مارتین لوتر کینګ خپله تاریخي وینا کړې وه.

پخپله تیلر هم هغه ورځ د مارتین لوتر کینک بیانیه اوریده. هغه وایي: «ټول خلک دلته ډیر آرام، خوشحاله او له ډیر شوق او اشتیاق سره په تمه ول چې په راتلونکې کې به څه کیږي.»

تیلر هغه وخت ۲۲ کلن وو. هغه وخت ده خپل کار پرته له دې چې د خپل کار له صاحب څخه اجازه واخلي پر ښوو او له مارتین لوتر کینګ سره یې یو ځای په مارش کې ګډون کړی وو. هغه وايي: «زه د بشري حقونو له خوځښتونو سره لوی شوم او په دې پوهیدم چې په هغه ورځ د [مارتین لوتر کینګ] له مارش سره زما یوځای کیدل څومره مهم ول.»

په هغه ورځ نزدې۲۵۰۰۰۰ کسانو د مارتین لوتر کینگ خبرې واوریدې. تیلر وایي: «د مارتین لوتر کینگ د خبرو تر ټولو په یاد پاته کیدونکو برخه هغه وه کله چې دی وایي چې یوه ورځ به ټول ماشومان [تور پوستې او سپین پوستې] یو له بل سره یو ځای لوبې وکړي بې له دې چې څوک د هغوی د پوست رنگ په پام کې ونیسي.»

د مارتین لوتر کینگ د وینا په هغه برخه کې چې تیلر یې په اړه خبرې کوي راغلي دي: «زه یوه رویا لرم [...] چې د پخوانیو غلامانو او د غلامانو د مالکانو راتلونکي ماشومان به د ورورولۍ پر میز باندې سره یوځای راټول شي [...] زه یوه رویا لرم چې زما څلور کوچني ماشومان به یوه ورځ په یوه داسې ملت کې ژوند وکړي چې د هغوی په برخه کې به د هغوی د پوست د رنگ له کبله قضاوت و نه شي بلکي له هغوی سره به د هغوی د شخصیت پر اساس قضاوت وشي.»

اوس د مارتین لوتر کینگ تر تاریخي بیانیې پنځوس کاله وروسته، د لینکن مجسمې ته نژدې چیرې چې مارتین لوتر کینگ خپله تاریخي وینا اورولې وه، سپین پوسته او تورپوسته امریکایان سره راټول شوي دي او یوځای د هغه د وینا کلیزه لمانځي. اوس خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، هم یو تورپوستی دی. دې وضعیت ته په کتو سره دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې آیا په امریکا متحده ایالاتو کې د مارتین لوتر کینگ رویا او لید لوری پلي شوی دی او که نه؟

له سپین پوستو خالي سیمه

د لینکن له مجسمې بیا یوازې ۲۵ کیلومتره لیري انځور بل ډول دی. د واشنګټن ډي سي په اناکوستیا سیمه کي رضا کاران بې کوره کسانو ته ډوډۍ ورکوي. د هغو کسانو په ډله کې چې د ډوډۍ د ترلاسه کولو له پاره هیڅ یو سپین پوستی وګړی نه لیدل کیږي او ټول تورپوستان دي.

د امريکا د پلازمېني په دغه سيمه کي سپين پوستان نه ليدل کیږي
د امريکا د پلازمېني په دغه سيمه کي سپين پوستان نه ليدل کیږيانځور: DW/Ann-Kristin Schäfer

جنیوا هایوارد هم د رضاکارانو په ډله کې ده. هغه چې یوې نجلۍ ته د ډوډۍ ورکولو په حال کې دی وایي: «زه هم د هغوی له ډلې څخه یوه وم. ما هم د یوې ماشومې په توګه په همدې ډول ډوډۍ ترلاسه کوله. دا لړۍ ختمیدل نه لري. زما مور ناداره وه. زه ناداره یم او زما ماشومان به هم ناداره وي. زما انا هم خپله ډوډۍ په همدې ډول ترلاسه کوله، مور مې هم همدا کار کاوه او زه به یې هم وکړم.»

د دغې ۳۶ کلنې میرمنې مور د ډیرو الکولو د څښکلو له کبله مړه شوه. هغه اوس پخپله د څلورو ماشومانو مور ده خو په دې توانیدلې ده چې خپلو ماشومانو ته یو ښه ژوند برابر کړي. هغه وایي: «زه دلته د مرسته کولو له پاره راځم ځکه زه د دغه کسانو په وضعیت باندې ډیره ښه پوهیږم.»

د تور پوستو امریکایانو په منځ کې د فقر لوړه کچه

د ۱۹۶۰ کال د بشري حقونو د قانون له مخې تور پوسته امریکایان د قانون له لحاظه له سپین پوستو امریکایانو سره برابر حقوق لري. په دې قانون کې همداراز په کاري فضا، ښوونځیو او خصوصي ژوند کې تبعیض کول منع شوي دي. خو بیا هم په امریکا کې د تیر وخت د تعصب او تبعیض اغیزې اوس هم ليدلي کیږي. په انکوستیا سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو د بلې هرې سیمې په پرتله د جرایمو او بیکاري کچه لوړه ده.

په ټوله امریکا کې هم دغه انځور بل ډول نه دی. د امریکا متحده ایالاتو د نفوس شمیرنې د ادارې په حواله د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ د هرو څلورو تور پوستو امریکایانو له ډلې څخه یوه یې په فقر او نادارۍ کې ژوند کړی دی.

تیلر وایي: «د غلامۍ سیستم اوس هم په امریکا متحده ایالاتو کي د دې لامل دی چې تور پوسته کورنۍ لږو منابعو ته لاسرسی لري.» تیلر چې تر اوسه پورې یې د بشري حقونو څو سازمانونو ته کار کړی دی وایي: «تر هغه وروسته چې د غلامۍ سیستم پای ته ورسید، تور پوستو کورنیو باید هر څه له سره پیل کړي وای خو بیا هم د هغوی پر وړاندې تبعیض کیدی. که یوه ډله خلک په څو لسیزو کي د ځان له پاره کار پیدا نه شي کړای او په ښوونځيو او پوهنتونو کې هم هغوی ته ځای ور نه کړل شي، نو د هغوی ماشومانو ته د روښانه راتلونکې برابرول یو ستونزمن کار دی.»

د کامیابۍ پر لور

پر دې ټولو سربیره اوس په امریکا متحده ایالاتو کې کامیابه تورپوستان په ډیرو لوړو موقفونو کې موندل کیدای شي. د کامیابو تور پوستو امریکایانو یوه بېلګه هم جیمز فارمر دی. هغه په څو شرکتونو کې د مدیریت په برخه کې د مشاور په توګه کار کړی دی. هغه وایي: «کله چې ما زده کړې کولې زه هیڅکله هم له تبعیض سره مخامخ نه شوم. هرڅه په ما پورې تړلي ول.»
اوس خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر هم یو تورپوستی دی. ولسمشر بارک اوباما د دغه هیواد په تاریخ کې لومړی تور پوستی دی چې د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو اوسنیو حالاتو ته په کتلو سره سړی دې نتیجې ته رسیدای شي چې د ماریتن لوتر کینګ رویا نه په بشپړه توګه پوره شوې او نه هم له منځه تللې ده، امریکا اوس هم رویا ویني.