1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د راکټانو ددفاعي سيسټم دجوړولو څخه تيريږي

۱۳۸۸ شهریور ۲۷, جمعه

د امريکا جمهوررييس اوباما په پولينډ او د چک په جمهوريت کښي د پخواني جمهوررييس بوش د راکټانو ددفاعي سيسټم د نصبولو او جوړولو پلانو ته خاتمه ورکړل . د امريکا د حکومت دغه پرېکړه دوه اړخونه لري .

https://p.dw.com/p/JjTh
ددافع هوا يو راکټ
ددافع هوا يو راکټانځور: picture-alliance / dpa

يو سياسي ديپلوماتيک او بل نظامي ستراتيژيک اړخ دی . جمهوررييس اوباما او د دفاع وزير گيتس په خپلو رسمي څرگندونو کې پر دوهمي برخي باندي تمرکز کاوه . د دغي پرېکړي دپاره، چې په ختيځه اروپا کې به د توغنديو سيستم نه لگول کيږي، د اوباما په وينا دوه عمده علتونه لري . د يوه طرفه د امنيتي وضعي په اړه نوي اټکلونه دي :

«په اوس وخت کښي د ايران لخوا گواښ يوازي د لنډ او منځني واټن د توغنديوپواسطه دی ، نهء د لېري ويشتونکو توغنديو په واسطه »

دغه ډول ارزيابي او اټکلونه له څه مودې راهيسي د ډېرو اروپايي هېوادو لخوا هم اورېدل کيده . اوباما وايي چې نوې تگلاره د دغه تهديد په مقابل کي لا ښه عکس العمل دی، او د امريکا متحده ايالتونو او اروپايي متحدينو ته يې زيات ډاډ وربخښي.

دوهم ټکی، چې اوباما او د دفاع وزير گيتس ورباندي ټينگار کاوه، دا ؤچې د توغنديو د دفاعي راکټانو د سيسټم په برخه کې ډېر پرمختگونه رامنځته سوي دي ،ګيتس وايي.

«موږ دغه وړتيا لرو چې د لنډ او منځني واټن توغندي له ايران څخه ونيسو، او شنډي کو.«

دغه وړتيا د دې امکان په لاس ورکوي چې يو ځانگړی ځايي سيستم نه، بلکه يو گرځنده سيستم ته ترجيع ورکړي . گيتس څرگنده کړه چې په لومړي گام کې به دفاعي توغندي پر کښتيو باندي ځای په ځای شي،او په دوهم گام کې به له 2015 کال وروسته ځمکني توغندي ولگول شي.

Amerika baut strategischen Raketenschutz auf
انځور: AP

جمهوررييس او د دفاع وزير يې پر نظامي او ستراتيژيکو اړخونو باندي ټينگار کاوه، خو د دغي پرېکړي تر شا سياسي دلايل هم سته.

اوباما د خپلي دورې په پيل کې لا ويلي وه چې د روسيې په مقابل کي په اړيکو کې يو نوی پيل غواړي . دا چې دغه خبره څومره جدي وه، ثبوت يې اوسنۍ پرېکړه ده . ځکه چې د توغنديو د دفاعي سيستم پر سر ناندرۍ د گډ کار او مهمو نورو پوښتنو په وړاندي تل خنډ جوړېدهء، په تېره بيا د ايران د موضوع په برخه کې.

اوباما هيله لري چې د ښو پرمختگونو وخت به اوس راغلی وي . د اوباما پرېکړه د انډول ساتلو يوه هڅه ده، ځکه چې د روسيې مخالفتونو ته د غاړې ايښودلو د تصور مخنيوی بايد شوی وای، نه دا چې گواکي کريملين د امنيتي پرېکړو په برخه کې د ويټو حق لري . اوباما ځکه ټينگار وکړ چې روسيې ته يې تل ويلي دي، چې د توغنديو د سپر په اړه اندېښنې بې بنسټه دي، او اصلي علت يې همېشه د ايران لخوا متوجه گواښونه وه. اوباما وايي،

«دا تر اوسه پوري زموږ د پاملرنې او تمرکز ټکی او د هغي پرېکړي بنسټ دی، چې مو نن اعلان کړې ده.«

د دفاع وزير گيتس زياته کړه:

«هغه څوک چې وايي موږ په اروپا کې د توغنديو له دفاعي سيستم څخه لاس کاږو، يا خو دا چې غلط معلومات لري او يا زموږ پلانونه په شعوري ډول غلط تشريح کوي.«

ميولر/ نسيم صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري