1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د جلال الدين حقاني دوه قومندانان په تور ليسټ کي شامله کړل سوه

۱۳۸۹ بهمن ۲۴, یکشنبه

دامریکی دمتحده ایالاتودمالیی وزارت اعلان کړی دی چی دجلال الدین حقانی دوه تنه قوماندانان دنورودوه څلویښتو افغانانو په شان یی په تورلیست کی نیولي دي. په دې اقدام په افغانستان کي د سولې عالي شورا غبرګون ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/R0QI
امريکا وايي چي د حقاني ډله د القايده سره اړيکي لري
امريکا وايي چي د حقاني ډله د القايده سره اړيکي لريانځور: picture-alliance/dpa

د سولي عالي شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین د المان ږغ سره په خبرو کي وويل چي دسولې عالي شورا د دې لپاره جوړه شوې ده چي د دولت وسله وال مخالفین پُخلا کړي، بندیان یې له ګوانتانامو او بګرام له زندانونو څخه ازادشي. د دې تر څنگ داسی شرایط ورته برابرشي چي د کابل سره دسولې خبرو ته کښېني. مولوي عطاالله لودین د امریکې وروستی اقدام په اوسنیو شرایطو کي د سولې په خلاف وباله او وې ویل چي په دغسي کارونو سره خلک او مخالفین دسولې دعالي شورا په وړاندي بې باوره کوي او د سولې په مخ کي د یوخنډ په توګه دسولې د عالي شورا سوله غوښتونکي پلانونه ویجاړوي.

ښاغلی لودین وایي چي د سولې د عالي شورا امریکې او ناتو ته سپارښت دا دی چي د جنګ اوعملیات وپر محال دي د ملکي تلفاتو مخه ونیسي. د خلکو کورونه دي نه تلاشي کوي اوبې ګناه اوعام خلک دي په بې بنسټه تورونو نه بندیانوي ځکه چي دغسي اعمال دملت او دولت تر منځ فاصله زیاتوي او دسولې پروسې ته زیان رسوي.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي هم په همدې نظر دی او وایي چي په دې حساس وخت کي چي کابل د مخالفینو سره د پخلاینې لپاره دسولې عالي شورا جوړه کړې ده نړیواله ټولنه په تیره بیا ناتو او امریکا چي عملا دلته جنګیږي داسي اقدامات دي نه کوي چي دسولې بهیرته پکښي زیان رسیږي.

مجیدي وایي پکار خو دا ده چي ټول افغانان د تورلست نه وویستل شي، له زندانونو څخه ازاد شي اودې ته وهڅول شي چي دسولې په پروسه کي شامل شي.

په داسي حال کي چي څو موده د مخه دتورلست څخه د یو شمېر افغانانو نومونه وویستل شول او په دې اقدام سره په افغاني کړيو کي داسي محسوس شوه چي ښایي ګام په ګام دغسي اقدامات به وکولی شي چي مخالفین خبرواوسولې ته راضي شي. خوچي نور نومونه په تورلست کي شاملیږي د سولې په کار کي د نړیوالې ټولنې په تیره بیا دامریکې کردار ته د شک په سترګه کتل کیږي.

جمال کوټوال / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی